له ايران څخه د بې کيفيته تيلو راوړل منع شول 

په تېرو څو مياشتو کې د هرات ولايت اسلام کلا بندر کې لسګونه هغه ټانکر درول شوي دي، چې له ايران يې بې کفيته او د ټيټ ارزښت تيل را بار او افغانستان ته يې راوړل. 

هلته مسوولين وايي چې له ايران څخه افغانستان ته راوړونکي تيل او نور خوراکي توکي د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا پلټل کېږي او هغه مواد چې بې ارزښته وي، اجازه نه ورکول کېږي. 

د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک مرستیال شفیق الله صمیم رسنيو ته ویلي، "هغه ټانکرونه، چې له ايران څخه هېواد ته راننوځي؛ د نورم او ستندرد رياست لخوا کتل کېږي او د هغو آسانتياوو او وسايلو له مخې، چې په دوى کې شته، په بشپړه توګه ازمايل کېږي؛ نو که د ازموينې پايلې منفي وي، ټانکرونو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي."

د هرات ګمرک چارواکو له تېرو څو میاشتو راپدیخوا په اسلام کلا بندر کې له ټيټ کیفیته د برخمنو تېلو لسګونه ټانکر درولي دي او زياتوي چې راتلونکي به هم دې ډول بې کيفيته تيلو ته اجازه ورنه کړي.