هند افغانستان سره د طبي توکو او درملو مرسته وکړه 

د هندوستان بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرې پاڼې کې ويلي دي، چې دغه هېواد افغانستان سره د درملو او نورو طبي وسايل مرسته کړې چې افغانستان ته  رسېدلې ده. 

دغه مرسته کې څلور ټنه درمل، د کرونا ويروس واکسين، د نري رنځ ناروغۍ لپاره درمل او يو شمېر نور طبي وسايل شامل دي، کابل کې د اندراګاندي روغتون ته ورکړل شوي دي. 

طلوع نيوز کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون د ډاکټرانو مشر محمد اقبال صادق له خولې ليکلي: "د کنسر (سرطان) درمل چې ګران بيه هم دي، زموږ د روغتون ورته اړتیا لري او دا ډول مرستې به تر يو بريده ستونزې حل کړي." 

د يادونې ده چې هندوستان هېواد له تېر یوه کال راهیسې له افغانستان سره ۳۲ ټُنه د درملو مرسته کړې ده.