پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرې ښيي چې تېره يوه مياشت کې هېواد بېلا بېلو ولايتونو کې ۱۶۳ تنه مړه شوي او درې سوه نور کسان ټپيان شوي دي.
ددغه ادارې د مالوماتو پر بنسټ له ذکر شوي انساني تلفاتو وراېخوا، په زرګونه څاروي هم مړه شوي؛ په ګڼ شمېر کرنيزې ځمکې، هټۍ، د خلکو کورونه او نورې ودانۍ وېجاړې شوې دي.
حکومت او خيريه بنسټونه هڅې کوي چې د سېلابونو له امله زيانمن شويو خلکو ته مرستې ورسوي، خو خلک شکايت کوي، چې په هغه اندازه چې ورته اړتيا ده، بېړنۍ مرستې نه دي رسول شوې.
وروستي