حيران يم



ځينو،ځينو انسانانــــو تـــه حـــيران يم
چې شکبر يــــې پـــه ظاهره او پنهان يم
 
پـه ظاهر به د ورورۍ نـــه درتــــه وايې
خود زړ ه  پـــه ارا دو يې بدګمــــان يم
 
چې ته نه يــې بيا د بــل سره يــــې مخ شي
ورته وايې ز ه دې  دوست په هر ميدان يم
 
خپلې ګټې به د بـــل په زيان کې ګوري
زه دا  مکر، دوه مخۍ ته يې حيران يم
 
په هرلـــوري   دنفاق  اورونــه بل کړي
پدې کار کې باوري پرې د شيطان يم
 
سکني خواخوږ ي،  ورونه سره بدکړي
بيا په هريوپاچاهي کړي وايې خان يم
 
که دبل ســره خاين شـــي ګناه ګار شی
خو ددين په نوم به څنګه مسلمان يم
 
د اخــلاص اود راستي ښکلې دنيا ده
پرې زوريږم غلطۍ تـــه يې حيران يم
 
صداقت اوورورولۍکې سرلوړي ده  
ددوه مخـو په دوستي تل پښيمان یم
-----------------------------------
سميع الدين افغاني
م .کال   ۸ ٢ -  ١  -  ٢٠١١