تسلیت

دغم وريځې بياپه شنه اسمان خورې شوې
بيــــا د قهره د افــــق لمنې ســــرې شوې

نن داوښکــو دريــــابونــــو حساب نشته
چې داغـــداره مـــو منزلونه  قافـلې شوې

خپل په وير،پردي په وير هرخواته ويردی
په معبد کـــې  د هنودو دمـــاکې  شوی

ځوانيمرګ یــــې ارزوګـانــــې اميدونــــه
ټول دخاورې سره خـــاورې افسانې شوې

دا ژوندون مونږ ته عجيبه شانته ښکاري
هره قدم  د ځــوانيمرګـــو هديــــرې شوې

دا شيبې، شيبې دغــــم او د مــــاتم دي
پـه دې خلکو، مالتونو د غـم شپې شوې

ربــــه تــــه د درديــــدلو زړنـو مـل شې
 چې د چــا د اميدونو ډيوې مــــړې شوې