د پاکستان حکومت: عمران خان خبرو ته مه پرېږدئ؛ بې بنسټه خبرې کوي

د پاکستان اوسني حکومت ددغه هېواد پر پخواني لومړي وزير عمران خان يو شمېر بنديزونه لګولي او رسنيو ته حکم شوی دی، چې د نوموړي ويناوې او خبرې په ژوندۍ بڼې خپرې نه کړي. 

د پاکستان حکومت وايي چې عمران خان بې اساسه تورونه لګوي او نفرت پاروونکې خبرې کوي چې دې سره د خلکو ذهنونه ګډوډيږي او عامه سولې او ارامي سره ګواښل کېږي. نوموړي په دې هم تورن دی، چې د پاکستان د ادارو او پوځ په اړه پوچ غږېږي. 

د عمران خان د حکومت پر مهال که څه هم نورو سياسي ګوندونو او ډلو د بيان ازادۍ درلوده، خو هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ناستو او راټولېدنو تر ډېره بنديزونه لګول شوي وو. 

عمران خان ۲۰۱۸ کې واک ته ورسېد؛ د واک موده يې بشپړه نه کړه، هلته د اقتصادي کړکېچ او نورو ستونزو پر بنسټ له واک لېرې کړی شو او اوس مهال نوموړی او ګوند يې اعتراضي ناستې او غونډې کوي