۲۳ ولايتونو کې يې اټکل شوی؛ نن او سبا ورځ د سختو بارانونو او سېلابونو ويل شوي

د  افغانستان د هوا پېژندنې اداره  اټکل کوي چې نن ورځ (يوه نۍ) او سبا يانې دوه نۍ به د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې سخت بارانونه وشي چې له امله به يې وېجاړونکي او پراخه سېلابونه هم راوځي. 

 دغه ولایتونو کې بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، بامیان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، دایکندي او کندهار  شامل دي.

يادې ادارې ویلي چې د اورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. له تېرو څو مياشتو راهيسې  د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اورښتونو او سېلابونو لړۍ شروع شوې، چې درانه مالي او ځاني زيانونه يې اړولې دي. 

وروستي شديد سېلابونه د لوګر ولايت خوښۍ ولسوالۍ کې راوتي چې نېږدې ۲۰ کسان په کې مړه شوي؛ سلګونه کورونه، کرنيزې  ځمکې او هټۍ وېجاړې  شوې  او په لسګونه حيوانات په کې مړه شوي دي.