که غواړئ چې خوشاله واوسئ، نو دا پنځه کارونه ترسره کړئ

آیا خواشینی، اندېښمن او غمجن فرد یاست او په ژوند کې د خوشالۍ او نېکمرغۍ په لټه کې یاست؟ ډېر داسې کارونه شته، چې کولای شي، په ژوند کې انسانان خوشالۍ ته ورسوي، خو د نېکمرغۍ د احساس لپاره باید له ځینو کارونو څخه هم لرېوالی وشي. د هغو کارونو د پېژندنې لپاره، چې له تاسو څخه نېکمرغي اخلي، لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ. 
 
یوازې غواړم چې خوشاله واوسم 
تر دې دمه مو دا جمله څو ځله له بېلابېلو کسانو څخه اورېدلې ده؟ 
ښایي دا جمله مو څو ځله خپل ځان ته هم ویلې وي.  
 
حقیقت دا دی، چې موږ انسانان تل د خوشالۍ او نېکمرغۍ د پیدا کولو په لټه کې یو، کله چې پیدا یې کړو، تر ډېره د لنډې مودې لپاره یې حس کوو، له دې امله ولې دا حس هغه څه دی، چې زموږ لپاره ډېر زیات مهم او ترلاسه کولو یې هم زموږ لپاره ډېر سخت او ستونزمن کار دی؟  
 
دې پوښتنې ته لنډ ځواب دا دی، کله چې د خوشالۍ د ترلاسه کولو او د هغې د ساتلو هوډ لرئ، معمولاً موقتي دی. ډېری وخت موږ د موقتو خوشاله شېبو د رامنځته کولو لپاره د چټکو حل لارو په لټه کې یو، لکه یو نوی موټر، لږ څه ستر کور او یا هم کاري لوړتیا یا ترفیع. 
 
خو زه دلته یم، ترڅو تاسو ته ووایم، چې کولای شئ د ځینو کارونو په نه کولو سره، تل پاتې خوشالي پیدا کړئ. 
 
د هغو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کول، چې د اروایي فشار (سټرس)، ژور خپګان او د خواشینۍ د احساس سبب ګرځي، د اوږد مهالې خوشالۍ په رامنځته کېدو کې کلیدي لامل دی. 
 
د دې لیکنې په دوام په هغو پنځو څیزونو باندې رڼا اچول کېږي، چې په نه ترسره کولو سره یې به نېکمرغۍ ته ورسېږئ.  
 
۱ ـــ شکایت کول 
شکایت کولای شي، د غوسې د له منځه وړلو لپاره یوه آسانه لاره وي. په دې حالت کې، له هغه څخه له بریده زیاته ګټه اخیستنه کولای شي تاسو او هغو کسانو ته، چې په شاوخوا کې مو شتون لري، زیان ورسوي. شکایت یو له هغو چلندونو څخه دی، چې خپل ځان تغذیه کوي. د یو څه په اړه تل بدې خبرې کول، خپل منفي باورونه یو ځل بیا تائیدوئ. 
 
په داسې حال کې چې اندېښنې او تشویشونه، چې هر وخت بهر شي، د ارواپوهنې او روغتیا له نظره ښه دی،  تل د ناخوښۍ او نا رضایتۍ څرګندول، یوازې ستاسو خوشالي له ګواښ او خطر سره مخ کوي او نور له تاسو څخه لرې کوي. 
 
۲ ـــ د باورونو محدودول
تر ډېره موږ داسې تصور کوو، چې خوشاله کسان هېڅکله محدودونکي باورونه  نه لري او هېڅکله له خپلو تصمیمو او په خپل ځان باندې له باور سره په لانجه کې نه دي، حقیقت دا دی، مهمه نه ده، چې څومره خوشاله یاست، تل به داسې شېبې شتون ولري، چې په هغو کې نا ډاډمن احساسات تجربه کړئ.  
 
توپیر دا دی، هغه کسان چې په خپل ژوند کې خوشالي او نېکمرغي لري، تر ډېره د نورو په پرتله خپل محدودونکي باورونه په ښه توګه اداره کوي. خپل باورونه مه محدودوئ، وې منئ او له هغو څخه د ودې لپاره د یوه فرصت په توګه ګټه واخلئ.  
 
۳ ـــ د تېر نه خوشې کول
که تل د تېر په اړه فکر وکړئ، دا مثبت او سالم افکار نه دي او تاسو ته به روحي زیان ورسوي. منفي افکار ستاسو د خوشالۍ د له منځه وړلو تر ټولو چټکه لاره ده. 
 
په تېر کې ژوند  کول نه یوازې خوشالي مو له منځه وړي، بلکې د ژور خپګان، اندېښنې او په خپل ځان باندې د شک کولو سبب ګرځي. تېر، اوس او راتلونکې ټول موقتي وختونه دي او باید په هماغه ډول ورسره چلند وشي. پرځای د دې، چې د هغو پېښو په اړه فکر وکړئ، چې باید په تېر کې رامنځته شوې وای، په خپل اوس کې بدلون رامنځته کړئ.  
 
۴ ـــ د نورو رټل 
خپه او غمجن کسان، کله چې ستونزه رامنځته کېږي، د نورو په رټلو او د هغوی په ګرم ګڼلو کې کوم شرم نه ویني، پرځای د دې چې د خپلو کارونو مسؤولیت په خپله غاړه واخلي، د تور ګوته د نورو په لور پورته کوي او په دې باندې باور کول ورته ډېر سخت دي، چې خپل شرایط اصلي ګرم وګڼي.  
 
تېروتنه کول، کوم عیب نه لري، په حقیقت کې د ځینې افرادو لپاره د خپلې تېروتنې منل یوه د ستاینې وړ چاره ده. د خپلو کارونو د مسؤولیت منل د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو له هرې هغې پایلې سره، چې رامنځته کېږي، ستونزه نه لرئ او کولای شي، د خوشالۍ او نېکمرغۍ یوه نښه وي. 
 
۵ ـــ د بدلون په وړاندې مقاومت کول
د بن فرانکلېن یوه مشهوره وینا ده، چې وایي: «هېڅ څیز له مرګ او مالیاتو څخه پرېکنده او قطعي نه دی.» که څه هم دا خبره سمه ده، خو په ژوند کې یو بل قاطعیت هم شتون لري او دا قاطعیت بدلون دی. له بدلون څخه ډډه نه شي کېدای او له بدلون سره د موافق کېدو لېوالتیا، ستاسو د خوشالۍ په ټاکنه کې یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. 
 
هغه کسان، چې د بدلون په وړاندې مقاومت کوي، د حل لارو پرځای په ستونزو باندې تمرکز کوي، د بدلون د منلو پرځای مخالفت او بغاوت کوي، چې نه یوازې منفي اوسېدل زیاتوي او شرایط لاپسې خرابوي، بلکې دوی  خپله هم ناخوښه او نارا ضي کوي. ژوند د بدلون په حال کې دی، هر څه ژر باید دا زده کړو، چې وې منو، خوشاله به شو.