له تجربې ډک حقیقت

باور د هغه ګیلاس په څېر دی، چې یو ځل مات شي، نو بیا هېڅکله خپله پخوانۍ بڼه او ځای نشي خپلولای.
 
کله، چې د ځان رسولو او یو ځای د تګ وړتیا نه لرئ، نو بیا تاسو څوک یاست، چې د نورو په اړه بې ځایه پرېکړې کوئ.
 
هغه وخت یې نه یادېږئ، چې ترې تللي یاست او بل ځای اوسېږئ، بلکې هغه وخت یې یادېږئ کله، چې ترې د تلو په حال کې یاست.
 
په ژوند کې مو د یوې نوي لاسته راوړنې او پنځونې لپاره هېڅکله هم ناوخته نه ده.
ډېر شرم کول او شرمېدل کولای شئ له کچې زیات ښه چانسونه مو له منځه یوسي. له کچې زیات شرم مه کوئ او هرځای هم مه سپین سترګي کېږئ.
 
په کومه شېبه کې چې تاسو د خپل ځان ارزښت ثابتوئ، نو دا په حقیقت کې هغه شېبه ده، چې تاسو باید یوه لرې ځای ته لاړ شئ او خپل ارزښت مو ورته څرګند شي.

خوشحاله کسان د سندرې ساز ته غوږ نیسي او خفه یا خواشیني وګړي یې بیا شاعرۍ ته.
 
کله، چې زه سر کارته نیسم او پرته له خبرو غلی ناست یم، نو تاسو به وایئ، چې دا هېڅ هم نه ترسره کوي، خو نه داسې نه ده زه تل په خپل ذهن کې ترټولو زیات بوخت یم.
 
د هغو لپاره مه خفه کېږئ، چې ستاسو او ستاسو د لاسته راوړنو لپاره خوښ یا خوشحاله نه دي ځکه دوی ډېری وخت د خپلو ځانونو او لاسته راوړو لپاره هم نه خوشحالېږي.
 
ډېری وخت کله، چې تاسو د یوه څه په لټه کې یاست نو په لاس به نه درځي او کله، چې یې په لټه کې نه یاست نو په لاس به درځي.