د مخ اضافي وېښتان څه ډول له منځه وړل کېږي؟

ژباړه محمداکبرحقمل معینزی
په دې وروستیو کې د لېزر خبرې ډېرې کېږي، ډاکټران داسې دروغ اعلانونه خپروي، چې د دوی په وینا د لېزر په واسیطه د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره له منځه وړل کېږي، خو په حقیقت کې داسې نه ده.
څېړنو ښودلې ده، چې د مخ اضافي وېښتان د تل لپاره په لېزر باندې له منځه نشي تلای؛ که چېرې یو کس په لېزر باندې د خپل مخ اضافي وېښتان له منځه وړي، نو له یو څه مودې وروسته به هرومرو په خپله بیا ځلې راخېژي.
د مخ او د بدن د نورو غړو اضافي وېښتان په راز راز لارو له منځه وړلای شو؛ لکه په کښلو او یا له اړوندو ښودل شوو خواړو او میوو څخه په ګټه اخیستنې سره.
که چېرې یې په داسې ډول وکاږو په کوم ډول، چې له رېښو سره را ووځي، نو د بیا ځل شنه کېدلو او راختلو موده به یې ځنډ وکړي او د څو ځلې په را ایستلو سره به په خپله له منځه ولاړ شي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو د هګۍ سپین را واخلئ او د مخ پر اړونده برخه یې وموښئ، چې دا کولای شي د مخ د اضافي وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
که غواړئ د مخ اضافي وېښتان مو له منځه یوسئ، نو یو څه اندازه بوره او اوړو په اوبو کې سره حل کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا هم کولای شي د مخ د وېښتانو په له منځه وړلو کې درسره مرسته وکړي.
بل ځای ویل شوي، چې د هګۍ سپین، بوره او اوړه سره ګډ کړئ او تر هغې پورې یې ووهئ ترڅو یې چې د خمیرې شکل او جوړښت نه دی غوره کړئ او ورسته له هغې یې پر مخ وموښئ او تر هغې یې پرېږدئ ترڅو، چې وچ نه وي. په یاد ولرئ څو ځله دا کار تکرارول ددې لامل ګرځي، چې وېښتان مو له منځه یوسي.
بیا هم یادونه کوم، چې لېزر کولای شي د وېښتاو وده کمزورې کړي، خو د تل لپاره یې له منځه نشي وړلای.