د خوشاله اوسېدو لپاره زرین ټکي

لاندې سپارښتنې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو خوشاله ژوند وکړﺉ:
ـــ له ډېرو ساده څیزونو څخه هم کولای شئ، چې خوند واخلئ او خوشاله شئ، د یوې ښکلې منظرې، یو ښه فلم او یا هم د یوه ښه دوست کتل هم کولای شي، انسان خوشاله کړي.

ـــ په خپل ځان او په خپل شاوخوا شرایطو کې تر ټولو ښه حالت پیدا کړﺉ، هیڅوک هر څه نه لري او هرڅوک اندېښنه لري، چې د ژوند له خوښیو سره نغښتې ده، هنر هغه دی، چې په سختو شرایطو کې وخاندﺉ.

ـــ تاسو نه شئ کولای، چې ټول خوښ او راضي وساتئ، نو اجازه مه ورکوﺉ، نیوکې مو خواشینی کړي.

ـــ اجازه مه ورکوﺉ، چې نور مو معیارونه وټاکي، خپله واوسئ او په هغه څه چې نه یاست، تظاهر مه کوﺉ.

ـــ هغه ګټور کارونه، چې له ترسره کولو څخه یې خوند اخلئ ډېر او ډېر کړﺉ.

ـــ کرکه او حسد له ځانه لیرې کړﺉ، ځکه چې دا دوه ستاسو د روح دښمنان دي، روح مو خواشینی کوي او له هېڅ ښې پېښې سره مو نه مخامخ کوي.

ـــ لېوالتیاوې ډېرې زیاتې ولرﺉ، که له سفر سره مینه لرﺉ او نه شئ کولای، نو فلم وازمایئ، نوي کتابونه مطالعه کړﺉ، پارک ته لاړ شئ یا ورزش او پلی مزل وکړﺉ.

ـــ تېر په تېر کې پرېږدﺉ، یوازې ترې پند واخلئ او په یاد ولرﺉ، کله چې ستونزه رامنځته کېږي، تل د حل لارې په اړه فکر وکړﺉ، نه د ستونزې په اړه.

ـــ خپل ځان په بېلابېلو کارونو باندې بوخت کړﺉ، څوک چې بوخت وي د غوسې او اندېښنې لپاره وخت نه لري.