د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې ۴۸.۷ مېليارده امريکايي ډالر بوديجې ته اړتيا لري، خو دومره شمېر پيسې ور سره نشته او د ملګرو ملتونو ملاتړو هېوادونو نه دي ورکړي.
د يادې ادارې په وينا اوس مهال نړۍ کې د جګړو او نورو پېښو له له امله ۲۰۴ مېليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري، خو موږ نه شو کې چې ټولو ته لاسرسی پيدا کړو.
د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ويلي دي چې دوی د ۴۸.۷ مېليارده ډالرو څخه څه د پاسه ۱۵ مېليارده ډالر په لاس کې لري، چې د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې د اړو کسانو لپاره بسنه نه کوي.
ملګرو ملتونو ته تر ټولو ډېرې پيسې د امريکا متحد ايالت ورکوي او همدا ډول د دغه سازمان اړوند د خوراک نړيوال پروګرام هغه اداره ده، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو ډېره بودجه پرې مصرفيږي.
وروستي