ـــ د نارینه خپلواکي او ځواک په ډېرو پوښتنو کولو سره له منځه مه وړﺉ.
ـــ آیا پوهېږﺉ، په ځینو پوښتنو سره، لکه تر اوسه چېرته وې، نارینه د نا خپلواکۍ احساس کوي.
ـــ د خپل خاوند د کنټرول او بدلون په فکر کې مه اوسﺉ، ځکه چې اوضاع لاپسې خرابېږي.
ـــ که په کور کې د نارینه ځواک له منځه لاړ شي، نو ښځینه نه شي کولای، چې کور کې یې ځای ډک کړي.
ـــ آیا پوهېږﺉ، په شخره کولو، چیغې وهلو او ډېرو پوښتنو کولو سره، په ځانګړې توګه د ماشومانو په وړاندې، د نارینه ځواک را کموﺉ.
ـــ هڅه مه کوﺉ، چې په ژوند کې وروستۍ خبره تاسو وکړﺉ.
ـــ د نارینه و تر ډېره خوښېږي، چې په کارونو کې يې ورته شاباسۍ وویل شي.
ـــ که خاوند مو د کور له وسایلو څخه یوه ورانه وسیله جوړه کړه، نو وې هڅوﺉ.
ـــ د نارینه و خوښېږي، چې له خپلو مېرمنو څخه ستاینه او هڅونه واوري.
ـــ پام مو وي، چې خاوند مو کله وخت اړتیا لري، چې له خپلو ملګرو او دوستانو سره تفریح وکړي.
وروستي