پېشکار

پيشکار د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د مسجد درې هغه کلی چې د څلګریو، بیانانو، صافیانو او عزیز کلا په منځ کې پروت  دی، له منځه یې د بوم (بام) کلي لار تیریږي په کې نوري، مایار او اقاخېل قومونه ژوند کوي، تر سلو ډېرې کورنۍ په کې  د خوږې وروری ژوند کوي اوس موږ د دې کلي پرنوم لنډه څېړنه کوو کوم چې په ذکر شوې بڼه دا ویوکی پښتو لرغونی نوم دی چې د دوه کلیمو په پېلوسره پېش او کار څخه منځ ته راغلی دی. 

لومړۍ کلیمه (پېش) دا هغه لنډون دی؛ چې د پشت، پشتې، پښت، پوښتې، پښتۍ او پوښ له کلیمو سره تړاو لري کوم چې هر یو یې ځانګړې مانا لري په ترتيب سره د سیمې په ژبه په کرنیزو ځمکو کې مایله برخه ،غونډۍ لکه کلوله پشته (ګرده غونډۍ)، پښت (پښتون) او د نسب سلسله دواړه مانا لري خو دلته یوڅه چې زه یې زیاتول غواړم هغه دا دي د پښتون قوم ژبه نسبت همزولو ژبو ته زیات مخینه لري چې کومه څانګه ترې بېله شوې نه ده، غونډۍ ، د انسان د بدن  یوه برخه یا د کتابونو کایې او کڅوړه دي، دویمه کلیمه (کار) دا هغه اوښتون دی؛ چې د ګار او ګهرپه کلیمو کې یې چې د غره او کور دې مانا  څرک وینو  غر او غونډۍ  دواړه یو ځای راتلای نشي تقریبا یوه مانا لري  نو له همدې مخې څرڼګه چې د پښتې کلیمه مخ ته راغلې ده نو د پښتو د ګرامر له مخې  لکه د خوات دره ځانګړی نوم له عام نوم څخه د مخه راغلی دی دلته هم پښته (ځانګړی ) او ګهر (کور) عام نوم دی چې د څو ګهرونو يوځای کېدو څخه کلی منځ ته راځي او بلخو د ترڅنک موږ په سیمه کې فزیکي لید له مخې هم سر ورښکاره کوو له نچوړ وروسته پایله یې د غونډۍ کلی یا د پښتې د کلي پر نوم راټولوو.

د بېشکار په بڼه که د فارسي ژبې په قاموسونوکې وګورو، مانا یې هغه کار ته ویل ته کیږي چې کوم ځانګړی عاید ونه لري خو موږ ځګه پارسي ژبه دلته معیار بللی نه شو؛ د دې قوم اوسېدلو کوم شالید پر دې ځمکه نشته بلخوا زیاتره وخت لهجوي او املايي تېروتنې د دې لامل کیږي چې له یوې ژبې بلې ژبې ته واوړي د سوابقو په نشتون کې د نوم اصلي مانا ورکه شي او  داسې معیار له مخې پرې شننه کیږي چې د سیمې جغرافیایي جوړښت او د پېښلیک یادښتونه په حاشیه کې پاتې شي او بې ربطه څه ترې جوړ شي.
 
شک هم کیږي دا نوم به له  پوشکر څخه اخستل شوی وي ، دا هغه پاچا و چې د لومړي ځل لپاره یې د ګندهارا د سیمې د پایتخت  پشکلاوتي (پېښاور) د ښار بنسټ کېښود. له دې ځای سره تړاو دا دی څرنګه چې پېښاور د هېواد د ټولو سیمو په نسبت ډېر ګرم دی، د همدې هوا له کبله د ژمي پلازمینه پاتې شوی دی ، په داسې حال کې  چې د ساړه اقلیم لرونکې سیمو کې تودوالی ځانګړی ارزښت لري له همدې مخې  پېشکار نسبتا د مسجد د درې نورو کلیو ته یوڅه اندازه ګرمه هوا لري، سیمه یې لمرمخې ده، کښتونه یې تر نورو وړاندې رسیږي، د دره یې ژمنیو بادونو څخه څه اندازه خوندي دی نو د وخت  د سیمې خلکو به د پوشکر کلا  نسبتي نوم ورکړی وي چې په لنډون ترې پېشکار جوړ شوي وي.