لنډې انګېزه بښونکې جملې او الهام بښونکي عبارتونه، په ډېر زیات ځواک سره کولای شي، د انسان احساسات تر اغېزې لاندې راولي او دغه راز په فرد کې مثبت احساسات را منځته کړي، له دې کبله ډېری کسان د انګېزه بښونکو جملو په لټه کې دي، ترڅو له هغو څخه په ګټه اخیستنې، ډېره زیات خوښي او رضایت تر لاسه کړي او بریا ته ورسېږي. دا جملې هغه مهال پر تاسو باندې اغېزه کوي، چې په هغوی باندې باور ولرئ. د دې لیکنې په دوام د انګېزه بښونکو جملو څو بېلګو ته اشاره کوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
له لنډو انګېزه بښونکو جملو څخه د ګټه اخیستنې اغېزې
ښایي له تاسو سره دا پوښتنه را پیدا شي، چې دا جملې زموږ پر ژوند باندې څه اغېزه لرلی شي؟ دې پوښتنې ته په ځواب کې باید ووایو، چې دا جملې یوازې او یوازې هغه مهال، چې پرې باور ولرئ، له تاسو سره مرسته کوي، په دې جملو باندې په باور سره کولای شئ، په ژوند کې مثبت احساس تجربه کړئ او په خپلو موخو پسې لاړ شئ، مثبت احساسات، د تصمیم نیونې ډول تر اغېزې لاندې راوستلو سره کولای شي، په ژوند کې ستاسو په برخلیک ټاکلو کې مهم رول ولوبوي، دغه راز دا ټاکی په پام کې ولرئ، تر کله چې یو فکر په چلند باندې بدل نه شي، نه شي کولای، چې زموږ په ژوند کې اغېزه ولري. په پایله کې یوازې د انګېزه بښونکو جملو لوستل، نه شي کولای، چې له تاسو سره مرسته وکړي، مګر دا چې وکولای شئ د ژوند په اوږدو کې تل دا جملې په یاد ولرئ او په هغو باندې عمل وکړئ.
مشوره ورکوونکي تل خپلو مراجعینو ته سپارښتنه کوي، چې خپل سهار په مناسبو انګېزه بښونکو جملو سره پیل کړي، ترڅو په ټوله ورځ کې وکولای شي، غوره کړنې ولري. سره له دې په هر وخت کې د دې جملو تکرار په ځانګړې توګه هغه مهال، چې د ناهیلۍ احساس کوئ، کولای شي له تاسو سره مرسته وکړي.
د انګېزه بښونکو جملو بېلګې
۱ ـــ د بریا په پرتله ماتې تاسو ته ډېر څه در زده کوي، نو مه پرېږدئ، چې ماتې مو ودروي، هغوی هماغه څیزونه دي، چې ستاسو شخصیت جوړوي.
۲ ـــ بدبین انسان د ژوند له فرصتونو سره د مخامخ کېدو پرمهال، ستونزې یې ویني، خو خوشبین انسان په ستونزه کې فرصت ویني.
۳ ـــ تاسو هغه څیز نه شئ ترلاسه کولای، چې هیله مو یې کوله، تاسو هغه شی ترلاسه کوئ، چې د لاسته راوړو لپاره مو یې هڅه کوله.
۴ ـــ د بریا په لاره کې تر ټولو لومړی ګام دا دی، چې خبرې کول پرېږدئ او پرځای یې عملي اقدام وکړئ.
۵ ـــ زموږ ټول خوبونه کولای شي په واقعیت باندې بدل شي، که موږ یې د څارلو زړورتیا ولرو.
۶ ـــ په خپل ځان باندې د باور د زیاتو لپاره تر ټولو غوره لاره، د هغو څیزونو په زړه کې ګام پورته کول دي، چې ترې وېرېږو.
۷ ـــ که بریا ته د رسېدو لپاره زموږ هوډ کافي وي، نو ماتې به پر موږ باندې هېڅکله غلبه ونه کړي.
۸ ـــ مهمه نه ده، چې په ژوند کې څومره ورو حرکت کوئ، مهمه دا ده، چې هېڅکله ونه درېږئ.
۹ ـــ هغه کس، چې په خپل ځان باندې له بشپړ باور څخه برخمن وي، نورو ته هم په خپل ځان باندې باور وربښي.
۱۰ ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ! تر ټولو ارزښتمن څیزونه د وخت په اوږدو کې ترلاسه کېږي، نو زغم ولرئ.
۱۱ ـــ کله چې پوه شې، له ژونده څه غواړې، نو هغو ته د رسېدو لاره هم پیدا کوې.
۱۲ ـــ موضوع دا نه ده، چې په ژوند کې بشپړ واوسې، مهمه دا ده، چې هڅه وکړې.
۱۳ ـــ کوم درد، چې نن احساسوې، دا هغه ځواک دی، چې په راتلونکې کې به یې حس کړې.
۱۴ ـــ د بشپړ اوسېدو لپاره د هڅه کولو پرځای، کوښښ وکړه، چې له پرون څخه دې ښه واوسې.
۱۵ ـــ د فرصتونو تر لاسه کولو لپاره په تمه مه پاتې کېږه، خپله یې رامنځته کړه.
۱۶ ـــ سختې لارې تر ډېره په ښکلو موخو باندې پای ته رسېږي.
۱۷ ـــ که غوره او په زړه پورې کړنې ترسره کړې، هېڅوک نه شي کولای، چې نالیدلی دې ونیسي.
۱۸ ـــ د رڼا لومړۍ وړانګې، د ډېرو تیارو شېبو تر شا را څرګندېږي.
۱۹ ـــ تر کله چې هیله شته، هرڅه شوني دي.
۲۰ ـــ هیندارې ته وګوره! سیال یا رقیب دې په هینداره کې دی.
وروستي