په ځان باندې د باور لرونکو کسانو ١٠ قوانین

ـــ  هېڅوک ستا په څېر نه دی، دا ستا ځواک دی.
۱ ـــ  هغوی پوهېږي، چې دي او د خپل ځان منونکي دي.
۲ ـــ  هغوی په خپل ځان او خپلو وړتیاوو باندې باور لري.
۳ ـــ  اجازه نه ورکوي، چې په ذهن کې یې منفي خبرې ځاله جوړه کړي.
۴ ـــ  هغوی خپل ځان ننګوي او د ودې په لور ګام پورته کوي.
۵ ـــ  د خپل ژوند قیضه په خپل لاس کې اخلي، مثبت لید لري او د خپل چلند مسؤول دي.
۶ ـــ  له خپل ځان سره هوسا دي.
۷ ـــ  د خپل ژوند په نعمتونو باندې شکر ایستونکي دي.
۸ ـــ  د ژوند له ستونزو او ننګونو څخه وېره نه لري.
۹ ـــ  د نورو له خوا د تایید او منلو په لټه کې نه دي.
۱۰ ـــ  خپلې شاوخوا ته هغه کسان را ټولوي، چې د ده په وړتیاوو باندې باور لري.