د رییس کېدو لپاره دې ځانګړتیاوو ته اړتیا لرئ 

رییس کېدل کولای شي د یوه شرکت د هر یوه کارمند غوښتنه وي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې دې مقام ته د رسېدو لپاره، په خپل ځان کې کومو اخلاقي ځانګړتیاوو ته وده ورکړئ. 

د رییس کېدو لپاره باید کوم ټکي مراعات کړو؟ 
ښایي د یوې ادارې ډېری کارمندان د رییس کېدو هیله ولري، په داسې حال کې چې د یوه ښه رییس د خصوصیاتو او چلندیزو ځانګړتیاوو په اړه هېڅ معلومات نه لري. دا موضوع ډېره زیاته مهمه ده، چې یوه مقام تر رسېدو مخکې، په هغه مقام کې د بریا په رازونو باندې پوه شئ. د دې لیکنې په دوام په هغو ځانګړتیاوو او صفتونو باندې رڼا اچوو، چې یو فرد یې باید د رییس کېدو لپاره ولري، د دې ټکو په مراعاتولو سره کولای شئ په خپل ځان کې د رییس کېدو وړتیا لوړه کړئ.
 
د ټیم له غړو څخه یو غړی واوسئ او خپل ځان له نورو څخه جلا مه ګڼئ که غواړئ، چې یو خلاق رییس واوسئ، د ټیم له نورو غړو سره همکاري وکړئ او خپل ځان ته له همکارانو سره سمون ورکړئ، ځکه له یو بل سره همکاري کول، کارونه په لا ډېرې چکټیا سره پرمخ بیایي. 

په هغه ځای کې واوسئ، چېرته چې اړینه وي
یو رییس نه شو کولای، چې یوازې له نوم څخه یې وپېژنو، یو له هغو سختو کارونو څخه، چې باید ترسره یې کړئ، دا دی، مخکې تر دې، چې د ریاست یا مدیریت مقام ته ورسېږئ، د خپلو مسؤولیتونو په اړه فکر وکړئ، باید خپلو اړیکو ته پراختیا او سخت کارونه ترسره کړئ، ریاست یوازې په لوړ معاش پورې نه ځانګړی کېږي. 

په کار پوه واوسئ، نوي او پرمختللي مهارتونه زده کړئ 
یو له مهمو قوانینو څخه، چې باید ورته پام وکړئ، دا دی، چې خپل ځان ته وګورئ او وګورئ، چې څه مهارتونه شته، چې ستاسو له ماهر کېدلو سره مرسته کوي، پرې تمرکز وکړئ او په خپله دنده کې یې پلي کړئ. تجربه لرونکي مدیران هغو کسانو ته پام کوي، چې خوښي او خوشالي څرګندوي او خپلې دندې په لوړه کچه ترسره کوي، دا ډول کسان زده کولو ته تږي دي. 

له نیوکو څخه د ودې لپاره کار واخلئ 
له سرپرست څخه وغواړئ، چې کارونه مو اصلاح کړي، ښایي ستاسو لپاره سخته وي، خو دا څرګندوي، چې خپلو وړتیاوو باندې بسنه نه کوئ او دا په دنده ایزه برخه کې ستاسو د جدي ودې او پرمختګ سبب ګرځي، کله چې تېروتنه کوئ، نو له سرپرست څخه وغواړئ، چې سمه لاره در وښایي، چې څه وکړئ. 

د مشتري اړتیا ته پام وکړئ 
بریالي رییسان تل د خپلو محصولاتو د تولید د ښه کولو لپاره د یوې غوره او په زړه پورې لارې د موندلو په هڅه کې دي او له هر موقعیت او لارې څخه ګټه اخلي، ترڅو له خپلو مشتریانو سره اړیکه ونیسي او د هغوی په اړتیاوو باندې ځان پوه کړي. 

زده کړئ، چې ښه اړیکه ټینګه کړئ 
خپلواکو رییسانو دا زده کړي دي، چې ښې او روښانه خبرې وکړي او ولیکي، رڼې او روښانه خبرې کول، دا څرګندوي، چې څه شي ته اړتیا ده او څه وکړي، د احساسي ښکېلتیا او شخړې پرځای ښې او دقیقې خبرې وکړئ. 

عمل وکړئ 
د مؤسسې یا کارخونې د لوړتیا لپاره وړاندیز ستاسو کار نه دی، دلته دا زده کړئ، چې وېرې مو لیرې کړئ او عمل وکړئ، هغه لاره، چې د کارخونې او مشتري لپاره ګټوره ده، وټاکئ او ټیم ته مو خپله وفاداري څرګنده کړئ.