يوازې کابل کې شااوخوا ۲۰۰ ښوونځي تړل شوي 

کابل کې د خصوصي ښوونځيو ټولنې رسنيو ته ويلي دي چې نېږدې په تېر يو کال کې دغه ولايت شااوخوا دوه سوه خصوصي ښوونځي تړل شوي دي. د دغه ټولنې د مسوولين په وينا هېواد کې کرونا ويروس او سياسي بدلون لامل شول چې په دومره شمېر ښوونځي تړل شوي دي. 

د خصوصي ښوونځیو ټولنې مشر عظیم میدانوال په دې اړه رسنيو ته ويلي دي چې د اقتصادي ستونزو له امله د ځينو خصوصي ښوونځيو څښتنان اړ شول چې ښوونځي وتړي. 

ده په ځانګړي ډول رسنيو سره خبرو کې ويلي،  "موږ ۲۱ حوزې او ۱۵ ولسوالۍ لرو. کوم مالومات چې موږ را ټول کړي دي، ۲۰۰ ښوونځي تړل شوي دي. د ښوونځيو مالکانو دروازې بندې کړې، څوکۍ او نور وسایل یې همداسې پرېښودل، ځینې تر نن پورې نادرکه دي او زده‌کوونکي همداسې بې برخلیکه پاتې شول."

خصوصي ښوونځي د هېواد د پوهنې وزارت اړوند فعاليت کوي چې په تېرو دوه لسيزو کې شمېر ګڼ شوی او اوس مهال هم څه د پاسه زر خصوصي ښوونځي فعال دي.