د قوش تېپې کانال؛  له آمو سینده د ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبو پورته کولو وړتيا لري

د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد شمال کې له امو سيند سره تر يو ځايه موازي پراته ده. د قوش تېپې کانال دا ظرفيت لري چې د يو کال په موده کې له امو سينده ۱۰ مېليارده متر مکعب اوبه پورته او ځمکې پرې خړوبې شي. 

دغه پروژه د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

د قوش تېپې کانال پروژې مسوولين وايي چې د دولت له بوديجې به پر دغه لويې او ملي پروژې شپږ مېليارده افغانۍ لګښت کېږي چې دې سره به افغانستان کې دومره غلې - دانې وکرل شي چې تکيه به يې پر خپل ځان وي.