څه وکړو، چې تازه او مثبت واوسو؟

 ـــ مُسکا وکړﺉ (په هر ډول شرایطو کې چې یاست مُسکا وکړئ.)  
ـــ ورزش وکړﺉ.
ـــ له خپل ځان څخه اروایي فشار (سټرس) لیرې کړﺉ.
ـــ د خپل خوب ساعت منظم کړﺉ.
ـــ هر سهار چې له خوبه را ویښېږﺉ، شکر کوونکی واوسئ.
ـــ په یو چا باندې قضاوت مه کوﺉ.
ـــ په خپلو موخو باندې مرور وکړﺉ.
ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړﺉ.
ـــ د قرآن عظیم الشان تلاوت ته غوږ ونیسئ. 
ـــ مثبتې او انګېزه بښونکې جملې ولولئ.  
ـــ خطر ومنئ او نوي کارونه ترسره کړﺉ.
ـــ کینه کښ مه اوسئ.
ـــ نور وهڅوﺉ.
ـــ دا چې له نورو څخه مرسته وغواړﺉ، وېره مه لرﺉ.
ـــ په ژوند باندې مین واوسﺉ او له هرې شېبې څخه یې خوند واخلئ.