د سترګو ښه ليد لپاره درې اړين ويټامين 

د خلکو منځ کې دا ډېره دود ده چې ګازرې د سترګو لپاره ګټورې دي؛ ځکه ګازرې اې ويټامين لري او اې ويټامين د سترګو لپاره ګټور دی. له اې ويټامين وراېخوا، سي او اي ويټامين هم د سترګو لپاره ضرور او ګټه لرونکي دي. 

که له يوې خوا پورته درې ويټامين د سترګو لپاره ګټې لري خو په کمښت سره يې د ګلوما په څېر د سترګو ناروغۍ پيدا کيږي او همدا ډول د سترګو ليد يا نظر تتيږي. مهمه دا ده چې د سترګو د روغتيا په پار يوازې پر اې ويټامين تکيه ونه کړئ؛ اي او سي ويټامين هم وخورئ، ترڅو بشپړ ليد ولرئ او د سترګو ناروغيو مخنېوی مو کړی وي. 

د اې ويټامين دنده دا ده چې د سترګو ليد په کمې روښنايۍ کې ښه ليدل وکړی شي او که چېرې وجود کې مو د اې ويټامين کم وي، نو بيا به د تيارې په خوارېدو سره ونه شی کولی چې يو څه ښه وګورئ. ګازرې، شنه پالک، خواږه کچالو او سره مرچ د اې ويټامين ښې سرچينې دي. 

اي ويټامين په لويه کې وجود ميکروبي کېدو ته نه ورکوي او بيا چې مسله ځانګړې د سترګو په اړه شي، نو اي ويټامين دا مرسته کوي، چې له سترګو به مو ميکروبي موجودات لېرې او پاک کړي. بادام، د لمرګلي دانې، غنم او جواري هغه خواړه دي چې له اي ويټاميڼ څخه غني دي. 

سي ويټامين سره به تر ډېره بلد ياست او هغه خواړه او ميوې به هم درمالومې وي، چې سي ويټامين لري. سي ويټامين سترګو لپاره دا ګټه لري، چې د UV په څېر له نورو مضرو وړانګو سترګې ساتي.