بالستیک توغنديو سره يې امريکا ته زور وښوود؛ تايوان ته د نانسي پلوسي سفر چين غوسه کړی 

تايوان؛ هغه ټاپوګان دي چې چين يې خپله خاوره ګڼي او د ۱۹۵۰ کالونو موده کې د امريکا او چين حکومتونو  هم داسې تړون کړی وو، چې امريکا به يو واحد چين، چې تايوان يې هم برخه جوړيږي په رسميت پېژني. 

همدا اوونۍ د امريکا متحدو ايالتو د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي سفر چې د يو شمېر اسيايي هېوادونو لپاره پلان شوی وو، تايوان ته په ورتګ يې د امريکا او چين اړيکې کړکېچنې شوې. 

د نانسي پلوسي له سفر سره هم مهاله او ورڅخه وروسته چين د تايوان ټاپوګانو سره نېږدې پوځي تمرينونه تر سره کړل او د تايوان اوبو سره نېږدې يې بالسټيک توغندي توغولي دي. 

چين له وړاندې امريکا او تايوان دواړو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې نانسي پلوسي دغه ټاپوګانو ته سفر وکړي، نو چين به يې پر وړاندې پوځي غبرګون وښيي او همداسې يې وکړل. 

د متحدو ايالتو د ولسي جرګې مشر سفر سره سپنې ماڼۍ هم مخالفت ښوودلی او پوځ يې جوبايډن ته ويلی وو، چې دغه سفر د امريکا لپاره ګټه نه لري، بلکې د امريکا متحدو  ايالتو او چين اړيکې لا سره خرابولی شي.