د چين او تايوان شخړه/کړکيچ 

تايوان  په ختيځه اسيا کې پروت هېواد دی، چې په رسمي ډول د چين هېواد برخه شمېرل کېږي. فلیپین يې سويل ته پروت دی، جاپان يې شمال ختيځ، ختيځ  او شمال ته  يې چين يا ډېر په ځانګړي  ډول د چين سيند پروت دی. تايوان له ۱۶۲ ټاپوزمو جوړ شوی هېواد دی چې د چين تسلط کې دی.  تايوان ۳۶زره کيلو متره مربع پراخوالی لري او د وګړو شمېر يې ۲۴ مېليونه تنو ته رسيږي.  يو سلنه وګړي يې مسلمانان، پاتې نور يې د چين د ولسي دينونو، عيسويت او نورو پيرو دي. 
تايوان د تاريخ په اوږدو کې ډېر يرغلونه تېر کړي دي. دغه هېواد د سيمې او نړۍ د هېوادونو مستعمره پاتې شوی. تر دويمې نړيوالې جګړې، تايوان د جاپان مستعمره وه. دويمه نړيواله جګړه کې د جاپان په ماتې سره، تايوان د چين تر تلسط لاندې شو. د دويمې نړيوالې جګړې وروسته، چين کې کورنۍ جګړه پيل شوه. دغه جګړه د چين د ملتپالو او کمونېسټانو ترمنځ وه. د کمونېسټي مفکوري مشري يې ماو زیډونګ کوله او د ملتپالو مشر (چیانګ کای شیکو) وو. 
له څو کالونو کورنۍ جګړې وروسته، د چين ملتپال مات شول او مشران يې تايوان ته وتښتېدل. د ملت پالو په ماتې سره، ماو زیډونګ د چين مشر شو او تر نن د چين حکومت کمونيسټي دی. د چين د کمونيسټي حکومت مخالف سياسي ګوند چې مفکوره يې ملت پالنه ده، (کومینتانګ) نومېږي. د دغه ګوند غړي له ماتې وروسته د تايوان ټاپوګانو ته لاړ او هلته يې د چين له تسلط پرته ځان ته حکومت اعلان کړ. که څه هم د تايوان پر کورني او بهرني سياست چين تلسط لري، خو هلته شته واکمن ګوند، تايوان خپلواکه هېواد اعلانوي. 
تايوان د ملګرو ملتونو غړی هېواد نه دی او د نړۍ ۱۳ کوچني هېوادونه دغه هېواد په رسميت پېژني. د تايوان اوسني واکمن دغه ټاپوګانو ته تايوان نه، بلکې (د چين جمهوريت) يا Republic of China وايي. دوی د ټول چين ادعا کوي او د چين هېواد په توګه رسميت ښيي. له بلې خوا، د چين حکومت رسمي نوم د چين د خلکو جمهوريت يا People's Republic of China دی، خو په عام ډول د چين جمهوريت د تايوان په نوم او د چين د خلکو جمهوريت د چين په نوم پېژندل کېږي. 
د چين او تايوان ترمنځ شخړه او منازعه پر دې ده، چې د چين د خلکو جمهوريت د تايوان په شمول (د چين ټاټوبي/mainland China) ادعا کوي او له بلې خوا د چين  جمهوريت يا تايوان هم ورته ادعا کوي. د تايوان ټاپوګانو پراخوالی کم دی، خو وګړي يې ۲۴ مېليونه ته رسيږي او په دې سره، تايوان د نړۍ ترټولو ګڼ -وګړيزه سيمه شمېرل کېږي.