افغانستان له تاجکستانه د برېښنا ۷۹ مېليونه امريکايي ډالر پوروړی دی 

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين وايي چې تاجکستان پرې ۷۹ مېليونه امريکايي ډالر د برېښنا پور درلود چې اوس يې نيمايي (۳۹ مېليونه ډالر) ورکړی دی. د ۳۹ مېليونه ډالرو پور د ورکړې په اړه دغه څرګندونې د ياد شرکت مسوولينو نن يوې خبري ناسته کړې. 

د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې نېږدې وخت کې به د له تاجکستانه څخه د وارداتي برېښنا ۶ مېليونه ډالر نور پورې هم پرې کړي. په کور دننه بيا يو شمېر شرکتونه او خلک د افغانستان برېښنا شرکت پوروړي دي. 

افغانستان تر اوسه پر دې نه ده توانېدلی چې د خپلې اړتيا ټوله برېښنا ولري نو د برېښنا په پار يې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره تړونونه کړي او ډېره برېښنا له همدې هېوادونو واردوي.