اوونۍ کې يوه الوتنه لري؛ اريانا - افغان شرکت د کابل - نوي ډيلي ترمنځ الوتنې پيل کړې 

د اريانا - افغان هوايي کرښې مسوولين خبر ورکوي چې له څو مياشتني ځنډ وروسته د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي او کابل ترمنځ الوتنې بيا پيل شوې دي. د مسوولينو پر وينا ددغه شرکت لومړۍ الوتنه به د زمري پر ۱۵مه د جمعې پر ورځ تر سره شي. 

په دې تړاو د اريانا - افغان شرکت پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي، "د آریانا افغان هوایي شرکت ویاړ لري چې د خپلو همېشني خدمتونو په لړ کې د ډېرو مودو وروسته خپلې الوتنې د هندوستان ډهلي ښار ته بیا پیل کړلې."

اريانا - افغان هوايي شرکت له تېر يو کال راهيسې هندوستان ته خپلې  پروازونه ځنډولي وو، خو په يادې موده کې يې  ایران، روسیې دوبۍ، اسلام آباد، دوحې، استانبول او انقرې ته الوتنې درلودې.