کابل ښار کې ډزې او د امنيتي مسوولين څرګندونې 

د عيني شاهدانو د مالوماتو پر بنسټ نن ورځ له غرمې مخکې د کابل ښار سخي کارتې سيمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل شوې دي. 

د کابل امنيه قومندانۍ رسنيو ته ويلي دي چې امنيتي کسانو د سخې کارتې سيمه کې چاڼيز عمليات درلودل چې له يوه کوره پرې ډزې شوې دي. 

رسنيو د کابل د امنيه قومندانۍ د وياند د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې ياد کور د امنيتي کسانو له خوا کلک تر محاصرې لاندې نېول شوی دی. 

د يادونې ده چې کابل ښار کې د محرم په مناسبت د عاشورا مراسم تر سره کيږي او امنيتي مسوولين يې د ټينګ امنيت ډاډ ورکوي.