د انتوني رابینز ١٠ قوانین

لومړی قانون:
تاسو ته جسم درکړل شوی دی، څه ورسره مینه ولرﺉ او څه ترې کرکه ولرﺉ، باید په دې باندې پوه شئ، چې د ژوند په اوږدو کې په دې خاورینه نړۍ کې له تاسو سره دی. 

دویم قانون:
په غیر رسمي ښوونځي کې مو هر وخت نوم لیکنه کړې ده، چې ژوند نومېږي.

درېیم قانون:
تېروتنه شتون نه لري، یوازې درس دی.

څلورم قانون:
درس دومره تکرارېږي، ترڅو زده شي.

پنځم قانون:
زده کړه پای نه لري.

شپږم قانون:
قضاوت مه کوﺉ،
غیبت مه کوﺉ،
ادعا مه کوﺉ، 
رټنه مه کوﺉ
(سپکاوی او ملنډې مه وهئ، که نه نو په تاسو راځي.) 

اووم قانون:
نور یوازې ستاسو هینداره دي.

اتم قانون:
د څنګه ژوند کولو ټاکنه له تاسو سره ده، د اړتیا وړ ټولې وسیلې او سرچینې په واک کې لرﺉ.

نهم قانون:
ځوابونه مو په خپل وجود کې دي، یوازینی کار، چې باید وې کړﺉ دادی، چې وګورﺉ، غوږ ونیسﺉ او اعتماد وکړﺉ.

لسم قانون:
د ټولو ښېګڼه وغواړﺉ، ترڅو له تاسو سره هم ښېګڼه وشي.
د هیچا لپاره د مرګ غوښتنه مه کوﺉ، ځکه چې د هغې منفي کرکې څپې لومړی تاسو ته در ګرځي. کرکه مه خپروﺉ، لعنت مه وایئ، پرېږدﺉ، چې خلک د کایناتو له رحمت څخه برخمن شي.