افغانستان کې وروستيو سيلابونو ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ ټپيان کړي دي 

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د هېواد له شلو زياتو ولايتونو کې ډېر بارانونه شوي چې له امله يې سيلابونه راوتلي؛ ځاني او مالي تلفات يې پېښ کړې دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې ۲۱ ولايتونو کې په تېره يوه اوونۍ کې د سيلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۲ ټپيان دي.

له انساني مرګ - ژوبلې وراېخوا، سيلابونو ګڼ څاوري هم مړه کړي؛ د خلکو کورونه يې چپه او په جرېبو کرنيزې ځمکې يې ويجاړې کړې دي. د طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت شمېرې ښيي، چې ۳۰۱۹ کورونه د سيلابونو له امله ويجاړ شوي دي. 

له دې وراېخوا، د  ياد وزارت د مسوولينو په وينا، وروستيو سيلابونو کې درې عمومي/د ولايتونو ترمنځ لارې او په ګڼ شمېر کوچني سړکونه او لارې ويجاړې شوې چې جوړنه به يې لګښت ولري. 

هغه ولايتونه چې د اورښتونو له امله ډېر سيلابونه په کې راوتلي دي-  بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننگرهار، کابل، میدان وردګ، غزني، زابل ،کندهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولايتونه دي.