درې ورځې وړاندې پاکستاني پوليسو ۲۴۱ افغانان چې د يوې ناوې او زوم په ګډون ۲۷ ماشومان او ۲۷ ښځې هم په کې شاملې وې، په دې بهانه چې سندونه نه لري زندان ته اچولي وو.
دغه کسان د روانې جولای مياشتې په ۲۷مه نېټه د بلوچستان په شیراني سیمه کې نېول شوي وو او تېره ورځ ماښام خوشي شوي.
د يادو کسانو د خوشي کېدو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي، "د بر وطن هغه افغانان چې له څو ورځو راهیسې پاکستانی چارواکو په ژوب ایالت کې بندیان کړی وو، نن د PTM ژوب او شیراني ملګرو او د ژوب وکیلانو په هڅو خوشې شول. په دې مشکل وخت کې د ډیورنډ پر کرښه دروازو بندې د بر وطن خلک له تاریخي ستونزو سره مخ دي. پي ټي ایم به په هر حالت کې د خپلو اولسونو سره ولاړ وی."
ورته وخت کې کوټه کې د افغانستان قونسلګري ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي دي، چې ياد کسان د افغانستان د حکومت په لارښوونه اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او کوټه کې د افغان قونسلګرۍ په هڅو ازاد شوي دي.
کوټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ يو تن ډېپلوماټ عبدالحنان همت په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "کله چې زموږ سفارت او په کوټه کې زموږ قونسلګري خبر شول نو سمدستي هڅې پیل کړې او له پاکستاني مقاماتو سره یې تماسونه ونیول. نو اوس یې ډاډ ورکړی چې ستاسو زندانیان ټول د ناوې او زوم په شمول خلاص شول."
وروستي