راتلونکې اوونۍ د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ چارې رسماً پيليږي 

ټاکل شوې ده چې  راتلونکي اوونۍ به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د رېل کاډۍ پټلۍ د جوړونې چارې شي. دا لومړنۍ چارې دي چې راتلونکې اوونۍ پيلېږي. 

ويل شوي دي، چې د دغه پروژې په اړه تاشکند کې د افغان او ازبکستاني چارواکو ترمنځ خبرې او لېدنې شوې. يادو ناستو کې د رېل ګاډي پټلۍ وراېخوا پر دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ او کرنې هم خبرې شوې دي. 

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د رېل ګاډي پټلۍ د سروې لومړنۍ چارې افغانستان کې کېږي او دې سره به افغانستان نښلونکې لار او هر کال به مېليونه ډالر عوايد پر لاس ورځي.