يو ليمو او د درېيو ناروغيو مخېنوی؛ ليمو د سرطان، شکر او ميکروب ضد ځانګړنې لري 

د ښه خوند، ويټامين سي او اشتها راوستلو ځانګړونو او کټو وراېخوا ليمو، د ناروغيو مخنېوي کې هم مهم رول لري. له ډېر پخوا راهيسې ليمو د کورنۍ درملنو برخه وه، خو اوس ساينس او طب هم ثبوت کړې ده، چې ليمو د يو شمېر ناروغيو لپاره درملنه او د ځينو لپاره وقايه او مخېنوی دی. 

ساينسي موندنې ښيي چې لیمو داسې ځانګړنې لري چې د وجود حجرې  سرطاني کېدو ته نه پرېږدي؛ ليمو مضرې بکترياوې په خپل تېز بوی او خوند سره له منځه وړي او ليمو کولی شي چې وينه کې د خواږو کچه را ټيټه او دې سره د شکر ناروغۍ پر وړاندې خنډ واقع شي. 
يو منځنی ليمو دغه لاندې مغزي مواد او روغتيايي ګټې درلودلی شي: 
- که چېرې له يو منځني ليمو  يو ګيلاس جوس جوړ  شي نو ۱۱ کالوري مو تر لاسه کړې؛ 
- کاربوهایډریټ څه دي او وجود ورته ولې اړتيا لري، مخکېنيو ليکنو کې يې پر مالومات درکړل شوي؛ په برابر ليمو کې ۳.۳۱ ګرامه کاربوهایډریټ شتون لري؛ 
- په طبيعي او نارمل ډول د پوتاشیم تر لاسه کولو سرچينه ليمو دی؛ يو ليمو کې ۴۹ ملي کرامه پوتاشیم شته دي؛ 
- ليمو کې د سي ويټامين کچه ۱۸.۶ ملي ګرامه ته رسيږي؛ 
- کلسيم چې د هډوکو او غاښونو لپاره اړين دي، ليمو کې يې مقدار ۳ ملي ګرامه دی. 

له پورته ګټو وراېخوا، که چېرې د مرۍ ټپ او زخم لری نو يو ليمو سره د يو کاشوغې شاتو او يو ګيلاس جوش اوبو کډول د مرۍ خوږ/درد به مو جوړ شي. 

که ليمو همداسې وخوړل شي؛ پر سلاد او يا نورو خواړو واچول  شي او يا هم چای سره ګد شي، روغتيايي ګټې لري او د وجود مغزي اړتياوې پوره کولی شي.