تورخم کې پاکستان ته د تلونکو افغانانو ځورېدل 

له څو ورځو راهيسې پر ټولنيزو رسنيو يوه وېډيو لاس پر لاس کېږي، چې هلته يو شمېر پاکستان ته تلونکي افغانان او په ځانګړې ډول يوه کم - لرونکې ماشومه د ځايي امنيتي کسانو له خوا پرش لښتې ووهل کېږي او چيغې يې پورته کېږي. 

خلکو پر ټولنيزو رسنيو د يادې پېښې په اړه غبرګونونه ښوودلي دي او له حکومت يې غوښتي دي، چې ددغه ډول پېښو تر سره کوونکو پلټنه وکړي او پر هغه کسانو قانون پلی کړي، چې داسې پېښو او د عامو افغانانو ځورونه کې لاس لري. 

له توند چلند وراېخوا پاکستان ته تلونکي افغانان وايي چې پر تورخم دروازه کې ګڼه - ګوڼه ډېره ده؛ ناروغان، ماشومان او ستر عمر لرونکي نارينه او ميرمنې بد وضعيت کې انتظار کوي، ترڅو له پولې واوړي. 

حکومتي چارواکو او امنيتي مسوولين تر اوسه د يادې وېډيو په اړه چې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې او خلک په کې وهل کېږي، څه نه دي ويلي. حکومتي مشرانو څو ځلې له امنيتي کسانو غوښتي چې خلکو سره ښه چلند او رويه وکړي، خو بيا هم ځيني وخت له تاوتريخوالي د ډکو پېښو خبرونه خبريږي.