د هېواد ۱۵ولايتونو کې د باران او سيلابونو اټکل

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل او وړاندوينه کړې چې د هېواد په پنځلسو ولايتونو کې کې به اورښت وشي چې کچه به يې له لس تر دېرش ملي مترو پورې رسيږي. شونې ده چې د باران زيات اورښت به د سيلابونو راوتلو لامل هم شي. 

د اټکل اړوند، اورښت او ورسره زيان اړوونکي سيلابونه به نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، خوست، پکتیکا، پکتیا، غزني، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولايتونو کې رامنځته شي. 

له دې وړاندې هم په پورته یادو او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ډېر باران له امله سيلابونه جاري شوي، چې ځينو سيمو کې يې د خلکو خټين کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې کړې دي.