د ۱۵۱ ميګاواټ د برېښنا د توليد وړتيا لري؛ د هلمند کجکي ۱۰۰ مېکاواټ پروژه نن پرانېستل کېږي

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به هلمند ولايت کې  د کجکي بند د سل مېګا واټ برېښنا توليد پروژه رسماً پرانېستل شي. د دغه پروژې چارې د يو ترکي  شرکت له خوا بشپړې شوې  دي. 

مسوولين وايي چې د هلمند ولايت کجکي ولسوالۍ ۱۰۰ ميکاواټ د برېښنا توليد پروژه به وکولی شي، چې هلمند او کندهار ولايتونو ته ۱۵۱ ميګاواټ برېښنا ورکړي او دې سره به دغه دوه ولايتونو کې تر ډېره د برېښنا د کمښت ستونزې حل شي. 

که څه هم د يادو ولايتونو اوسېدونکي  د دغه پروژې  پرانېستې ته خوښ دي، خو اندېښنې دا دي، چې وچکالي او د کجکي بند د اوبو کموالی  به راتلونکي کې د دغه پروژې پر مخ ستونزې وي.