د ساينس ژورنال سروې او موندنه: ژر ده چې  امريکا کې به کورنۍ جګړه پيل شي 

د ساينس په نوم يو ژورنال په خپلې يوې نوې خپرې شوې مقاله کې راوړي دي، چې امريکا کې د کورنۍ جګړې، تاوتريخوالي او سياسي بې ثباتۍ شونتيا، په تېرې يوې پېړۍ کې له بل هر وخت اوس ډېره زياته شوې ده. 

په دې اړه تر سره شوې سروې په ګوته کوي چې  په هرو پنځو امريکايانو کې يو يې په دې باور دی، چې امريکا کې تاوتريخوالی شروع او د امريکا نيم په نميايي يانې ۵۰ سلنه  وګړي (هغوی چې سروې کې يې برخه اخېستې) په دې باور دي، چې امريکا  کې به کورنۍ جګړه پيل شي. 

د کارنیګي په نوم د نړیوالې سولې لپاره د سیاسي تاوتریخوالي انسټېتيوټ يو تن کارپوه- راچیل کلینفیلډ د يادې سروې په اړه وايي، چې د وسلې په وسيله امريکا کې وژنې او قتلونه د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کالونو ترمنځ ۴۳ سلنه زيات شوي دي او دا د يو ښکاره  تاوتريخوالي ښوودنه کوي. 

دې سروې کې ۸۶۰۰ کسان د ديموکراسۍ، امريکا کې د تاوتريخوالي او سياسي بې ثباتۍ په اړه پوښتل شوي دي او د نيمايي اندونه يې دا دي، چې امريکا د کورنۍ جګړې او تاوتريخوالي پر لور ورانه ده. دوی امريکا کې د تور او سپين ترمنځ د نژادي تعصب ډېرېدنه د ګډوډۍ يو بل لامل يادوي. 

دغه سرورې امريکا د کورنۍ جګړې پيل په راتلونکو کالونو کې وړاندوينه کوي، خو په کره ډول دا نه ښيي چې کله؟ د سروې پنځوس سلنه ګډونوال په دې باور دي، چې که چېرې کورنۍ جګړه پيل شي  او دوی وپوهېږي چې  خپل حقوق د جګړې له لارې خوندي کولی شي، نو وسلې به په لاس واخلي او جګړه کې به برخه واخلي. 

دغه سرورې په ۲۰۲۱ کال کې يوې بلې تر سره شوې کوچنۍ سروې ته هم اشاره کړې ده چې هغه کې ۴۶ سلنه ګډونوالو ويلي وو، چې امريکا کې به کورنۍ جګړه پيل شي او ژور سياسي بدلون به رامنځته شي.