تورتوتان له درېيو (K, C او A) ويټامين څخه غني؛ که ټپونه/زخمونه مو نه جوږيږي، تورتوتان وخورئ 

۲۰۱۹ کال کې د تورتوتانو په اړه يوه تر سره شوې تجربه ښيي، چې دغه توتان د عصبي سېسټم لپاره ښه پايله ورکوي او د دماغو ادراکي خواص غښتلي کوي. دغه تجربه د لومړي ځل لپاره پر موږکانو تر سره شوې او موندلې شوې ده چې هغه موږکان چې تورتان ورکړل شوي وو، نسبت هغوی ته چې نه وو ورکړل شوي، ادارکي خواص يې ډېر چمتو او فعال وو. 

تورتوتان له سي، کې او اې ويټامين څخه غني دي. دغه درې ويټامين د ښې روغتيا لپاره خپلې ځانګړې دندې لري. سي ويټامين چې تورتوتانو کې شته دی، د collagen په نوم  ماده لري او دغه ماده د هډوکي او کرپندوکي حرکات اسانه وي او له تخريب يې ساتي. دغه ويټامين دا ګټه هم لري چې ټپ/زخم  ور سره ژرجوړ  شي. 

اې ويټامين دا دنده لري، چې د سترګو ليد، هډوکي او غاښونه غښتلي وساتي او پوستکی روغتيايي ساتي. دغه ويټامين په طبيعي ډول په تورتوتانو کې ډېر شتون لري. 

درېيم ويټامين چې تورتوتان يې لري، ويټامين کې دی. کې ويټامين دا دنده لري چې وينه پرڼېدلو ته نه ورکوي. په لويه کې د تورتوتانو خوړل ستاسې وجود کې هغه تشې ډکوي چې ويټامين ورته اړتيا لري او بيا ويټامين د يو شمېر ناروغيو پر وړاندې ديوال جوړيږي.