مريخ کې اوس ژمی او هوا منفي اتيا درجې سړه ده 

د امريکا متحدو ايالتو د هوايي چلند او فضايي ادارې يا ناسا/NASA  په ۲۰۲۰ز کال کې د Ingenuity په نوم يوه کوچنۍ روبوټيک چورلکه مريخ ته استولې ترڅو هلته پلټنې تر سره کړي او مريخ کې د انساني په اړه شونتياوې پيدا کړې. 

د ناسا ادارې ساينس پوهان او پلټونکي وايي چې اوس مهال مريخ کې هوا ګردمنه او د لمر وړانګې کمزوري دي او پر دې بنسټ د دوی استول شوې Ingenuity نومي چورلکه له ستونزو سره مخ او ماموريت يې درول شوی دی. 

دغه چورلکه روبټيک ده او هغه بټرۍ چې په کې ځای پر ځای شوي دي، اوس نه شي کولی د لمر له وړانګو چارج شي او چارې تر سره کړي. د مسوولينو په وينا، وړاندوينه دا کيږي، چې د همدې جولای مياشتې په خلاصېدو سره به مريخ کې ګردمنه هوا ختمه او Ingenuity چورلکه  به بېرته خپلې پلټنې پيل کړي. 

د دوی د مالوماتو پر بنسټ اوس مهال مريخ کې ژمی دی او د شپې پر مهال د تودخي درجه اتيا منفي سانټي ګراېډ ته  رسيږي او  په سړه هوا کې برېښنايي بټرۍ نه شي کولی چارج وساتي.