ځيني کسان ډېر چاغ/غټ وي؛ چاغوالی يې د ناروغيو، د فزيکي وجود بد ښکارېدو او ژر - ژر ستړي کېدو لامل دی. چاغوالی ډېر لاملونه لري، خو د وجود هغه غړی چې د چاغېدو او چاغوالي مخنېوي کې مرسته کوي، هغه ځيګر دی. ځيګر له خواړو مغذي مواد ذخيره کوي. د پورته دندې پر بنسټ ځيکر د وزن کمېدو او وزن اخېستو کې مهم اغېز لري.
اوس په دې پار چې چاغ ياست او غواړی وزن کم کړئ، نو ډاکټر ته له ورتګ او درملو وراېخوا، د خپل کور دننه هم داسې اسانه لارې شته دي، چې په پلي کول سره يې شونې ده، ځيګر کمه اندازه مغذي مواد چې د چاغېدو سبب کېږي، جذب او ور سره وزن کم شي.
تاسې درې ليمو واخلئ او اوبه يې وباسئ؛ ور سره يو پياله د دڼيا يا ګشنيزو اوبه يوځای کړئ؛ پنځه ټوټې د ګشنيزو کورنۍ اړوند بل بوټی چې انګلېسي کې ورته Celery او دري کې ورته کرفس وايي، ورسره ګډ کړئ. دغه درې څيزونه بيا شپږ کيلاسه اوبو کې ګډ کړئ. اسانه لار يې دا ده، چې پورته ياد شوي مواد يو جوس جوړونکي ماشین ته واچوئ او سره ګډ يې کړئ. بادرنګ ورزياتول ګټه لري او زيان نه.
له پورته چارې وروسته د درېيو ورځو لپاره هره ورځ دوه ګيلاسه جوړ شوی جوس وڅښئ، نو پايله کې به وکولی شئ چې د درېيو ورځو يا ۷۲ ګړيو دننه څلور کيلو وزن کم کړئ.
يادونه: د Celery يا فرکس انځور لومړي کمېنټ کې کتلی شئ.
وروستي