افغانستان به له (تاپ) پروژې هر کال ۱۰۰مېګاواټه برېښنا او ۱۰۰مېليونه ډالر تر لاسه کوي 

له ترکمنستان څخه يو پلاوی کابل ته راغلی دی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا او ځينې نورو برخو کې د مهمو پروژو په اړه خبرې - اترې وکړي. ترکمنستاني پلاوي کابل کې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولينو سره په دې اړه درې ورځنۍ ناسته پيل کړې ده. 

د ترکمنستاني  چارواکو د مالوماتو پر بنسټ، ټاپ پروژه د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد پروژه ده. د دغه پروژې له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان ته هر کال ۱۰۰۰مېګاواټه برېښنا لېږدول کېږي. 

د ټاپ پروژې ډېره برخه د افغانستان له خاورې تېريږي؛ که چېرې پيل شي، نو افغانستان ته به هر کال ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا او سل مېليونه امريکايي ډالر د ترانزېټ ورکول کېږي. 

د افغانستان برېښنا شرکت په يوې خبرپاڼې کې هيله ښوودلې ده، چې له ترکمنستاني پلاوي سره، له ناستو او خبرو وروسته به د برېښنا په برخه کې د افغانستان اوسنۍ ستونزې هم تر ډېره حل شي.