هغه ځمکه چې موږ په کې يو؛ په اړه يې لس زړه راښکونکي مالومات

۱- د ځمکې احاطه يا circumference څلوېښت زره او ۷۵ کيلو متره ده. د ځمکې سطحه، ۷۱ سلنه يې اوبه او پاتې ۲۹ يې وچه ده. د ځمکې د باندنۍ سطحې پراخوالی ۵۱۰ مېليونه کيلو متره مربع ته رسيږي. 
 
۲- ځمکه له لمر څخه ۱۴۹.۶ مېيلونه کيلو  متره لېرې ده. ځمکه د لمر  په پرتله ۱۰۹ ځلې کوچنۍ ده؛ يانې يو مېليون او درې سوه زره  ځمکې لمر کې ځاېدلی شي. د لمر وړانکې په يوه ثانيه کې ۱۸۶۲۸۲ ميله سرعت لري او دا چې ځمکې ته رسيږي نو اته دقيقې او ۱۷ ثانيې وخت نېسي. 
 
۳- د کائيناتو د پيدايښت په اړه سپيڅلي قران کريم کې ذکر شوی، چې لوی خدای  ج څنګه  پيدا کړي دي. ساينسي څېړني ښيي چې کائينات ۱۳.۸ مېليارده کاله وړاندې پيدا شوي دي او په اټکلي ډول دا عمر ښوودل کېږي. همدې اټکل کې د ځمکې عمر يا پيدايښت ۴.۵۴ مېليارده کاله وړاندې ښوودل شوی دی. 
 
۴- ځمکه پر شپږو لويو وچو وېشل شوې ده. ځيني وخت د شمالي او سويلي امريکا دوه بېلو وچو په ډول شمېرل، د لويو وچو شمېر اووه کېږي. د پراخوالي پر بنسټ اسيا تر ټولو لويه وچه ده او همدا ډول د نړۍ پر مخ د ټولو وګړو له ۶۰ سلنه ډېر يې اسيا کې اوسي. د پراخوالي پر اساس تر ټولو ستر هېواد روسيه او د وګړو پر اساس تر ټولو ستر هېواد، چين، اسيايي هېوادونه دي. 
 
۵- د ځمکې د حرکاتو په پام کې نېونې سره ورځې د شپو په پرتله په سترېدو دي. د يوې پېړۍ دننه د ۱.۷ ملي ثانيو په حساب ورځې ستريږي. څېړونکي وايي چې مېلياردونه کالونه وړاندې يوه ورځ شپږ ساعته وه خو اوس يوه ورځ له ۱۲ ساعتونو اوږده وي.
 
۶- نړۍ کې په ترېليونه بوټي او ونې شته دي. ويل کيږي، چې تر ټولو زړه ونه پنځه زره کاله پخوانۍ ده. امازون چې په سويلي امريکا کې شتون لري، د ځمکې پر مخ تر ټولو ستر او پراخه ځنګلونه دي. 
 
۷- د ځمکې تر ټولو ګرمه سيمه ليبيا هېواد او تر ټولو يخ سيمه يې روسيه کې شتون لري. هلته ګرمي او يخني دومره لوړه ده، چې ژوند په کې شونی نه دی. 
 
۸- ځمکه په ګڼ شمېر طبيعي ذيرمې او ذخيرې لري.  يوازې د سرو زرو په اړه ويل کېږي، چې د بحرونو لاندې له شلو مېليونه ټنه ډېر سره زره شتون لري. همدا ډول نورې برخې شتون لري، چې له سرو زرو غني دي. 
 
۹- يو وخت فکر داسې وو، چې ځمکه به د ټولو کائيناتو مرکز وي، خو له څېړنو وروسته مالومه شوه، چې کائيناتو کې په مېلياردونو ستورټالي شون لري او بيا هر کهکشان کې په مېلياردونو شمسي نظامونه او دې شمسي نظامونو کې په مېليونه د ځمکې په څېر سيارې او ستورې شته دي. دا چې لوی خدای ج کائينات څنګه پيدا کړي او څومره لوی دی، انساني فکر په اوسنۍ ټېکنالوژۍ کې هم ورته نه دی رسېدلی او تصور يې نه شي کولی. 
 
۱۰- سپوږمۍ د ځمکې يوازينۍ طبيعي سپوږمکۍ ده، چې د ځمکې پر مدار څرخيږي. د ځمکې  او سپوږمۍ ترمنځ واټن ۳۸۵زره کيلو متره ته رسيږي.