د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين وايي چې د چين هېواد لیوالتيا او غوښتنه لري، چې له افغانستانه د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو لېږد ور زيات شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير په دې تړاو کابل کې د چين له سفير سره کتلي او هوکړه شوې، چې له افغانستان به د تېر په پرتله چين ته د جلغوزو، بادامو او مرخېړیو صادرات ډېر کړي.
له دې وړاندې هم د افغانستان جلغوزي او ځيني نور توکي چين ته لېږل کېدل خو اوس وختونو کې د چين له خوا په دې برخو کې پانګونه او ليوالتيا ډېره شوې ده.
د يادونې ده چې د ژويو پوستکي (څرمنې) د افغانستان بل مهم توليد او د مالدارۍ برخې حاصل دی، چې چين ته صادريږي او افغانستان ورڅخه ښه عوايد لاس ته راوړلی شي.
وروستي