نوي جراحي عمليات: انسان کې د خوګ زړه پيوند او بريالۍ پايله يې 

د امريکا متحدو ايالتو، نيويارک ښار په Langone نومي روغتيايي مرکز کې دوه ستر عمر لرونکو کسانو ته د خوګ يا خنزير زړونه پيوند شوي او د درېيو ورځو لپاره يې بريالۍ پايله ورکړې او ياد ناروغان ژوندي پاتې شوي وو. 

لومړی جراحي عمليات د تېرې جون مياشتې په منځ ورځو کې د ويتنام هېواد يو ۷۲ کلن کس ته شوي دي او د خپل زړه پر ځای ورته د خوګ زړه پيوند شوی وو. ډاکټرانو ويلي دي، چې دغه تجربې بريالۍ پايله ورکړې او د انسان په وجود کې د خوګ زړه د درېيو ورځو لپاره په ښې بڼې وينه پمپ کړه. 

دويم ناروغ ته ورته جراحي او پيوندي عمليات د روانې جولای مياشتې په شپږمه نېټه شوي او توانېدلی وو، چې د ۷۲ ګړيو لپاره ژوندی پاتې شي. د نادر معظمي په نوم ددغه عملياتو يو مشر ډاکټر ويلي، چې که څه هم د ناروغانو د سينې قفس په پرتله د خوګ زړونه کوچني وو، خو د دوی ټيم وتوانېد، چې زړونه په داسې بڼې ځای پر ځای کړي، چې له بدن څخه وينه راټوله او وينه ورته پمپ کړي. 

د يادونې ده، چې دغه عمليات د مړو - دماغو ناروغانو ته شوي دي. يانې د دغه کسانو د دماغو حسي برخې له کاره لوېدلې؛ درد يې نه حس کولو؛ اورېدل، ساه اخېستل او د دماغو نور فعاليتونه يې درېدلې وو.