روسيه يې غوسه کړې؛ (د اروپا فضایي ادارې) ورسره همکارۍ ختمه کړه 

د روسيې او اوکراين د جګړې په پايلو کې د اروپا فضایي ادارې د روسيې فضايي ادارې سره د مريخ پر لور ګډ پلان شوي ماموريت کې همکاري بند کړې او د روسيې د فضايي ادارې مشر يې په غوسه کړی دی. 

دغه ګډ ماموريت د روسيې او اروپايي فضايي ادارې ترمنځ په ګډه د ExoMars په نوم پلان شوی وو، چې موخه يې مريخ کې پلټنې او د ژوند سهولتونو موندل وو. 

د اروپا فضايي ادارې مشر جوزف اشباکر تېره ورځ ټويټ کړی او په رسمي ډول يې ويلي وو، چې پر روسيه د اروپايي ټولنې د بنديزونو او روانې جګړې له امله موږ نه شو کولی چې د روسيې فضايي ادارې سره د  ExoMars ګد ماموريت کې همکاري لرو. 

د روسیې د فضايي ادارې مشر دمیتري روګوزین ويلي چې په دې ډول کړنو سره اروپايي ټولنه روسیې او خپل ځان دواړو ته زيان رسوي او هغه پرمختګونه له خنډ - ځند سره مخ کوي، چې تر اوسه شوي دي. 

پر اوکراين د روسيې د ځانګړو عملياتو له پيل راهيسې امريکا او ناټو د روسيې پر وړاندې نيابتي جګړه کوي او بنديزونه لګوي، خو د روسيې له خوا پر اروپا د سون او خوراکي توکو بنديزونو په لويه کې اروپا له ستر بشري ناورين او کړکېچ سره مخ کړې ده.