ليکنه: راڅخه اور به واخلي؛ زما پر وير خوشحالي او د خدای پر پرېکړې ريشخند مه وهه 

د هېواد په سويل - ختيځو ولايتونو کې د وروستۍ اسماني پېښې او زلزلې له امله د انساني مرګ - ژوبلې وير دردونکی او اوښکې بهونکی دی. په خواږه خوب ويده ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان په داسې بڼه د مرګ خوراک کېږي، چې د خپلو کورونه چتونه، چې دوی ورته د نورو مصيبتونو څخه د خونديتوب په پار پناه وړې، پرې رانسکور-  مړه، ټپيان  او تر  خاورو لاندې کېږي. زلزله، توپان، ږلۍ او نور اسماني  پېښې د ستر خدای ج له لورې وي او هغه پرې تر ټولو ستر عالم، خبر او پرېکړه کوونکی دی.

دې ډول پېښو کې د انسانانو وراېخوا، ژوي او نور بې ژبې ژوندي شته هم  له منځه ځي. خوست او پکتيکا  کې د زلزلې ځيني قربانيان داسې دي، چې بشپړې کورنۍ په کې له منځه تللې، د سيمې او کلي خلک له پرون راهيسې ډله ييز او غبرګ - غبرګ قبرونه کېندي، پاتې شوني او وارثين د وير په ډکو زړونو تر خاورو لاندې د خپلو زړونو په ټوټو پسې او ټوټې - ټوتې وجودونه يې راباسي. داسې پېښو کې انسانان څه، چې ژوی او حيوانات هم د وير او غم اوښکې څڅوي. له افغانستان وراېخوا، د نړۍ اسلامي او کفري هېوادونو دې بشري ناورين سره همدردۍ څرګندې او مرستې کړې. 

داسې او ورته پېښې د ستر خدای ج په امر د ځمکې پر سر هر ګوټ او برخه کې شونې او کېدونکې دي. افغانستان و جاپان، اندونيزيا و امريکا په کې څنډې ته نه شي پاتې کېدای. درد هغه وخت دوه  برابره  او زيات شي، چې پردي پاله او د انسانيت کړۍ بهر هموطن يې د هېواد په شمال يا سويل پورې محدودوي او په  دې خوشحالي کوي، چې زلزلې د هېواد سويل او پښتون مېشته ولايتونه- خوست او پکتيکا ځپلي دي. 

دوی د کرکې، نفرت، تعصب او پردۍ پالنې په نشه  کې پر دې خوشحالي کوي چې څومره د شهيدانو او ټپيانو شمېر ډېريږي. پر ټولنيزو رسنيو داسې فعال دي، چې نه  يوازې د پېښو د قربانيانو، د خوست او پکتيکا ولسونو بلکې د هر رېښتني افغان  او په ټوله کې د بشري نړۍ هر انسان درد او وير دوه برابره کوي. انګېرنې کوي، چې داسې ځکه وشول چې  هلته مېشت خلک پښتانه دي  او خدای پر خپل قهر نازل کړ؛ داسې ځکه وشول چې  واک د پښتون په لاس کې دی اسماني افت پرې راغی؛ دوی وايي، پکتيکا او خوست کې زلزلې پنجشير کې د بغاوتګرو او خپلسرو غچ  دی، چې خدای يې اخلي؛ دوی پر ټولنيزو رسنيو د وير پر هرې ليکنې  خنداګانې کوي او له کينې ډکې تبصرې ليکلي. 

دې ستر وير کې د هېواد د ۳۴ ولايتونو خلک، د هېواد د هر قوم- پښتون، تاجک، ازبک او هزاره... او بل هر انسان دردمن او ويرجن دی. زموږ پر وير د دغه کم شمېر کسانو خوشحالي او ريشخند دا مانا نه ده، چې خدای مه کړه تاجک، ازبک، هزاره  او بل افغان ورور په ټوله کې داسې زما د وينې او مرګ تږی دی؛ دا رټل شوي، د خدای او رسول د لارې او افغانيت له کړۍ وتلې غرب مېشتي دي، چې لاندې څو کرښې مشخصاً ورته ليکم: 
- ياده پېښه کې په غټ شمېر قرباينان ښځې او ماشومان دي، چې لا ورته د سياست، حکومت او حکومتوالۍ  نوم نه ورځي او په دې نه دي خبر چې پښتون څوګ او تاجک  څوګ؛ 
- شهيدان او ټپان هغه ولسي او د يادو دوه ولايتونو د لېرې پرتو سيمو اوسېدونکي دي، چې غرني ژوند کې يې د قوم، ژبې، سيمې او نژاد په نوم توپير او کرکې شتون نه لري؛ 
- مه هېروه! کله چې پنجشير او پروان کې سيلابونه وو او کله چې بدخشان کې غرښوېدنه وه، نو کور په کور او هټۍ په هټۍ مرسته او کمک خوستي، ننګرهاري، کندهاري، هلمندي، پکتياوال او کونړي ځوان راټول او تر ځپلو شويو پورې يې پر خپلو لاسونه رسول او وېشل؛ 
- که ورته پېښې ستا اکثريت مېشت سيمه کې اوشي بيا ته څه ځواب او له ما څه توقع لرې؟ 
- دا مه هېروه! زه د ټول افغانستان او ټول افغانستان زما دی؛ ماته د بدخشان و هلمند، خوست  و هرات توپير نه کيږي. زه لوی، هېواد مې لوی او فکر مې لوی. زه به له خدای دا سوال کوم چې د ګران هېواد ګوټ - ګوټ له انساني او اسماني آفتونو خوندي وساتي، خو بيا که چېرې له شماله تر سويل او له ختيځ بيا تر لوېديځ داسې بږنونکې پېښې کيږي، زما مينه او وينه  به د پنجشيري، بدخشي، فاريابي او بامياني ورور او خور په رګ کې وي او زه به يې ترڅنګ وم. 

هغوی چې پر ټولنيزو رسنيو زما پر وير خوشحاله او د خدای پر پرېکړې رېشخند کوي، د خدای دومره  قهر او عذاب ورته بس دی، چې دومره د ظالم، د کرکې، نفرت او وحشت ککړ فکر يې ورکړی، چې د انسان او مسلمان  پر مرګ او وير خوښي او ريشخند کوي. زه  ورته هېڅ د کينې او غچ ذهنيت نه لرم خو خدای ج يې په تړاو خپله ښه پرېکړه کوونکی او سزا ورکونکی دی.  
#روهي_وېب پاڼه