پر ځان رحم وکړه!

په خپل ځان ښیګڼه وکړه غره مه شه 
په ښیګڼه د ادې او د بابا
عبدالرحمن بابا
څه ډول چې جرم فردي عمل دی عین شان ښیګڼه هم فردي عمل دی. له فردي عمل څخه موخه دیو فرد کړنه او عمل دی چې اعتبار او کریډیت یې هم هغه کس ته ورکول کیږي. عبدالرحمن بابا وایې چې له خپل ځان سره ښیګڼه وکړه د مور او پلار په نیکیو او ښیګڼو مه غره کیږه. د مور او پلار ښیګڼې او نیکۍ نشي کولای د قبر د غذاب څخه د خلاصون یا زموږ د بښنې سبب وګرځي ځکه خو د پښتو ژبې صوفي شاعر عبدالرحمن بابا هم وایې چې د نورو حتی د مور او پلار په ښیګڼو مه غره کیږه.

د قیامت په ورځ چې تر ټولو سخته ورځ ده هیڅوک داسې نه شي پیدا کیدای چې هغه د خپلې نیکۍ نورو ته په داسې حال کې ورکړي چې نوموړی به په خپله د جهنم څخه د خلاصون لپاره ورته اړتیا لري.

نن د نیکۍ او ښیګڼې وخت دی. نن د عمل دروازې خلاصې دي. دنیا کرونده ده هر څه مو چې زړه غواړي هغه په کې کرلی شې. په دنیا کې هوښیاران خلک هغه څه کري چې له مرګ وروسته ورته اړتیا لري.

کفار او مشرکین یا هغه کسان چې د جهنم مستحق دي کله چې د جهنم پر غاړه ودرول شي نو دوی به په چیغو او فریادونو شروع وکړي ترڅو یې خدای ج یو وار بیا دنیا ته ولیږي. دوی به شپه او ورځ په نیکیو مصروف شي مګر د دوی غوښتنه نه پوره کیږي. نن موږ وخت لرو ولې نیکۍ نه کوو!