پوهاوی که عمل

د یو مسلمان په صفت په دې باور او عقیده لرم چې تر اسلام ښکلی، بشپړ، هر اړخیز او جامع دین او قانون شته او نه یې راتګ او څرګندتیا شونې ده. د دومره ستر ویاړ او افتخار سره سره بیا هم د هغوی په څېر هوسا، آرام، پرمختللي، شتمن نه یو څوک چې یا هیڅ دین نه مني یا که مني یې هم یو داسې دین مني چې زموږ د مسلمانانو په باور داسلام په راتګ سره یې کتابونه منسوح شوي دي. اوس ستونزه څه ده چې موږ هغه دچا کېسه په شتو کې نیستمن او دوی په نشت کې شتمن دي. 

زما په اند اوفکر دوی پر هغه څه عمل کوي چې په مخکې یې د یو لارښود په صفت شتون لري هغه که الهي امور یا وضعي او دانسان په لاس جوړشوي قوانین دي.

دیو انګلیسي استاذ خبرې مې اوریدې چې زده کوونکو ته یې د ژبې دزده کړې په اړه لرلې هغه ویل چې که تاسې تمرین/ عمل ونه کړئ حتی د نړۍ ترټولو بهترین میتود هم ستاسو لپاره ګټور او موثر نه شي تمامیدای.

یو څوک دی ښه پوهیږي چې که اوبه وڅښي له تندې نه مري مګر د اوبو د څښلو لپاره لاس په کارکیږي نه نو د دی د تندې مرګ د ناپوهۍ نه بلکې د عمل د نه کولو له امله دی.

پښتانه وایې چې له پراته زمري څخه ګرځیدونکي یا ښکاري ګیدړ هم ښه او غوره دی. څوکاله وړاندې تر  ټولو زیات د هغوځوانانو له حیالي پلانونو ځوریدم چې ټوله شپه به یې په دې سباه کړه چې سبا به کار پیلوي، زده کړې به کوي مګر کله به چې سهار شو هیڅ به نه و. د دوی عمر له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بلاخره تر مرګه همداسې په بې ځایه پلانونو تېریږي.

ډیر کارونه دي چې دومره عقل او پوهاوي ته اړتیا نه لري څومره چې کار او عمل ته اړتیا لري. له ډير وخت راهیسې له  هوایي پلانونو او تصمیمونو ځوریږو: په رسنیو او غونډو کې د مشرانو او مسوولینو خبرې اورو چې هغه کوي دغه کوي مګر تر اوسه پورې یې نه هغه وکړل نه دغه وکړل که څه هم دوی پوهیږي چې باید څه وکړي او څه ونه کړي مګر دا چې دعمل جامه نه وراغوندي هم بې باوره او بې اعتماده دي هم بې ثمرې دي.

زما تګلاره او نظریه داده چې د خپلو پلانونو او پوهاوي په اړه ډیرې لږې یا هیڅ خبرې وکړئ مګر دا هرڅه مو په عمل کې ثابت کړئ. پریږدئ چې څومره پوهیږئ او څومره نه پوهیږئ لومړیتوب او اولیت کار او ثمرې ته ورکړئ. د یو چا پوهاوی تر هغه د ارزښت وړ نه دی ترڅو یې چې د خپل پوهاوي په اندازه ثمره او حاصل ټولنې ته وړاندې کړې نه وي.

په ټولنه کې پوه او هوښیار کس هغه دی چې دخپلې پوهې په اندازه ګټور او مفید هم تمام شوي وي. پوهه له موږ سره د کارونو د تر سره کولو لارو چارو کې مرسته کوي، د ښه تصمیم نیونې ځوراک رابښي، له خطرونو او ګواښونو څخه د بچ کیدنې لارې چارې راښیې دا ټولې ښیګڼې هغه وخت نتیجه ورکوي چې عملي شي.