انسان د یو ټولنیز موجود په حیث د نورو مرستې او نیکۍ ته اړ دی. کله چې له نورو سره احسان یا ښیګڼه کوې نو د دې لپاره چې پر خپل احسان پښیمان نه وې دوې ساده مشورې په ذهن کې ساته:
اول دا چې له هر چا سره چې احسان او ښیګڼه کوې فقط یې د الله ج د رضا لپاره ورسره کوه. دا نیت دا ښیګڼه لري چې الله ج یې په دنیا او اخرت کې حتماً بدل درکوي.
دویم له داسې خلکو سره ښیګڼه کوه چې هغه هم کله چې ته ورته اړتیا لرې ستا ښیګڼه وریاده کړي او د خپل وس او توان په اندازه درسره ښیګڼه وکړي.
یوازې له شتمنو او لویو کسانو سره ښیګڼه مه کوه کیدای شي د شتمنو پر ځای له غریبو او بې وسه سره ښیګڼه کول ستا لپاره په دنیا او اخرت غوره وي.
حکایت دی چې یو کس د یو ظالم او مغرور پاچا لس کاله حدمت وکړ. باید یادونه وکړم چې دا یو داسې پاچا و چې کله به چې هم دده په پاچاهي کې چا غلطي وکړه نو سمدستي به یې دغه کس د عوامو پروړاندې سپیو ته ور وړاندې کاوه ترڅو یې سپي وجود څېرې کړي.
دغه درباري یوه ورځ څه غلطي وکړه نو پاچا سمدستي امر وکړ ترڅو دغه درباري د عوامو پر وړاندې سپیو ته ور وړاندې کړي. همداسې وشول؛ خلک را ټول او درباري یې سپیو ته ور وړاندې کړل. درباري د پاچا پر لس کلن خدمت ډیر پښیمانه او شرمینده وه.
درباري له پاچا په په ډير ادب د لس ورځو فرصت غوښتنه وکړ او پاچا ته یې وعده ورکړه چې لس ورځې بعد به دی بېرته راشي.
درباري سړی د پاچا د سپیو روزنکي ته ورغی له هغه یې وغوښتل تر څو ده ته لس ورځې د سپیو روزنه ور کړې.
درباري د سپیو لس ورځې روزنه او پالنه وکړه. په لسمه ورځ پاچا یو ځل بیا د عوامو پر وړاندې سپیو ته ور وړاندې کړ.
د خیرانتیا او تعجب خبره دا وه چې سپیو د دې پرځای چې درباري سړی څېرې یا وخوري له درباري سره یې لوبې او ساعتری پیل کړ.
پاچا او خلک اریان شول. له سړي یې وپوښتل چې سپي د څېرې کولو پر ځای ور سره ولې لوبې کوي.
درباري سړي په سړه سېنه وویل: ما له تا لس ورځې وخت وغوښت؛ هغه لس ورځې ما دسپیو په روزنه او پالنه تېرې کړې اوس سپي ما ته هیڅ نه وایې لکن له تاسره مې پوره لس کاله تېر کړل؛ ستا حدمت مې شپه او ورځ وکړ په یوې غلطۍ د زما ټولې نیکۍ او ښیګڼې هېرې کړې.
پاچا د درباري د دې ځواب په اوریدو سر ځوړند او ډیر خجالت او له درباري یې بښنه وغوښته.
هدف: د احسان او ښیګڼې کولو پرمهال تل دوې خبرې یاد ساتئ:
اول: دالله ج لپاره احسان او نیکۍ کوئ. دویم له داسې کسانو سره احسان او نیکې کوئ چې احسان او نیکي
نه هيروي.
وروستي