اسراییل پیژندنه -درېیمه برخه (د عیسویانو او اسراییلو خپلوي)

مخکې مو وویل چې اسراییل د یعقوب (ع) د زامنو له نسل څخه دي چې وروسته بیا د موسی (ع) په دین شول او تورات یې قبول کړ، د یعقوب زیارت په اسراییل او د موسی زیارت په اوسني اردن کې چې د اسراییل په څنګ کې یو کوچنی هېواد دی شته، هغه څوک چې تورات مني یهودان ورته ویل کیږي، د یهودانو د دین د ظهور ځای اوسنی فلسطین چې خپله د فلسطین مانا په عبراني ژبه کې (د اسراییل خاوره) په مفهوم راغلی، دی په دې وجه یهودان دعوه کوي چې فلسطین خاوره چې دوی اوس د اسراییل په نوم یو دولت په کې په پښو درولی د یهودو او اسراییلو د پلار او نیکه ټاټوبی دی او په هیڅ صورت به له فلسطین څخه لاس په سر نه شي.

په اسلامي متنونو کې راځي چې په اسراییل کې نږدې څلور زره پیغمبران راغلي دي چې وروستی پېغمبر په کې عیسی (ع) و کوم چې د فلسطین د بیت الحم په ښارګوټي کې وزیږید، مسلمانان وایي عیسی خدای هغه وخت اسمان ته پورته کړ کله چې یهودانو د هغه و وژلو هڅه وکړه،خو په اخره زمانه کې به ځمکې ته راځي. عیسویان وايي چې عیسی خدای پاک د یهودو له شره وساته او اسمان ته یې وخیزوه، دوی عقیده لري چې عیسی (ع) د خدای زوی دی، خدای د هغه پالنه کوي او یو وخت به بیت المقدس کې راښکته کیږي، باید ووایو چې عیسویانو تېر یو وخت کې د عیسی(ع) د را کوزیدو انتظار په بیت المقدس کې کاوه خو عیسی (ع) تر ننه ونه لیدل شو. یهودان شک کوي چې دوی عیسی وژلی دی. 

اسراییل او عیسویان په مذهبي لحاظ یو د بل سره ځکه ځانونه نږدې بولي چې عیسی د اسراییلو له قومونو څخه و، همدغه ټکی د یهودو او عیسویانو د فرهنګي اړیکو ستر دلیل دی، بل دا چې په تاریخي لحاظ د مسلمانانو سره جنګونو کې یهود او عیسویان متحد وو، عیسویان دا ښه بولي چې باید بیت المقدس د مسلمانانو پر ځای د یهودو برخه وي، ځکه خو دوی بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پیژني او دغه کار په دې وروستیو کې امریکا او اکثره عیسوي ملت پالو دولتونو وکړ.

که د اسراییل په اړه لا نور ژورو معلوماتو ته ورشو نو دا واضح ترې څرګندیږي چې اسراییل د انګرېز او امریکا د ګټو په او د عربو د د ډار لپاره چې د تېلو او ګازو سترې زېرمې لري را منځته شوی او ځکه تر ننه پورې امریکا د اسراییل په ملا ولاړه ده او د هغوی د هر ډول تنظیم او تجهیز ټټر یې وهلی دی، امریکا اوس هم د اسراییل د بقا لپاره لا نورې هڅې کوي، دوی ځینې اسلامي او عربي ملکونه دېته اړ کړي چې د اسراییل سره سیاسي اړیکې جوړ کړي، تاسو وګورئ په دې وروستیو کې د ځینو ملکونو د دولتونو او واکدارانو له منځه وړل د امریکا او اسراییل ګډ پلان و، د عراق د صادام حسین چې له اره د اسراییل دښمن او ځان یې دویم صلاح الدین ایوبي او یا یې د هغه تره زوی باله، صادام ویل چې لکه څرنګه چې صلاح الدین ایوبي فلسطین د صلیبیانو له منګولو خلاص کړ نو زه به یوه ورځ بیت المقدس د یهودانو له ولکې باسم، په ۱۹۹۰ کال کې د خلیج جګړه کې عراق پر اسراییل توغندي هم ګذار کړل چې دا خپله د اسراییل لپاره یو د لوی خطر زنګ و، صادام په ۲۰۰۳ م کال کې د امریکا په پلان سره اعدام شو.