اسراییل پیژندنه -څلورمه برخه

امریکا تل هڅه کوي چې په منځني ختیځ او په عموم کې د مسلمانو هیوادونو په منځ کې د اسراییل په ضد غورځنګونه وځپي، په وروستیو کې د لیبیا، سوډان او سوریې خلاف د امریکا اقدامات د دې ښکاره ثبوت دی، امریکا په لیبیا کې اسراییل ضد ولسمشر قذافي او هغه همکاران مړه کړل، په سوډان کې د هغه هیواد د ولسمشر عمرالبشیر لرې کول او بیا د سوډان او اسراییل د رسمي اړیکو د جوړیدو ترتیب د امریکا طرحه وه او په سوریه کې یې د بشرالاسد پر ضد توطیې او حملې پیل کړې، کوم چې د اسد په پلوۍ د روسانو را مخته کیدل د امریکا د وېرې باعث شو او د امریکا او اسراییل ټول پلانونه یې د ځنډ سره مخ کړل.

اسراییل سره په سیمه د ایران اسلامي جمهورریت او سوریه نه پخلاکیدونکي اړیکې او دښمني لري، ایران شیعه نظام فکر کوي چې اسراییل په سیمه کې د لا پراختیا په هڅه کې دی نو په دې وجه باید دا یهودي هېواد د ځمکې له مخې لرې شي، له دې امله د ایران او اسراییل عنعنوي تربګني تل تازه پاتې ده، ایران اسراییل ته صیهونیست رژیم وایي، خو د ایران د ۱۹۷۹ م کال اسلامي انقلاب نه وړاندې شاهي سیکولر امریکا پلوه رژیم د اسراییل په رسمیت پیژندلو ته بیخي نږدې شوی و.

سوریه چې د اسراییل په ګاونډ کې پروت هیواد دی د اسراییل د جوړیدو را هیسې یو د بل ضد دي، که څه هم پخوا څو ځله د دوی تر منځ د اړیکو د ښه کیدو هڅه شوې ده، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې، ځکه د دوی تر منځ د جولان لوړو پر سر ستونزه تر ننه پاتې ده.

ترکیې پخوا د اسراییل سره تودې اقتصادي او نظامي اړیکې درلودې، خو ولې په وروستیو کالو کې د اسراییل پوځ له خوا د فلسطینیانو په مقابل کې د زور کارول او بیا په غزه کې د فلسطینیانو سره د ترکیې په مرستندویه ملکي ډله د اسراییلو برید د ترکیې او اسراییل د اړیکو د سوړوالي باعث شو.

په اسراییل کې په لویه کې یو ملتپالی یهودي ځواک حاکم دی او نظر دین ته د دوی نظام سیکولر بلل کیږي خو بیا هم افراطي مذهبي یهود او نور یهودي فرهنګ او دین پالونکي په کې زیات دي، د یهودو دیني مرکزونه او مذهبي مدرسې په اسراییلو کې په زیاته اندازه شتون لري، په اسراییل کې د یهودو ستر او پخواني مذهبي ځایونه او مقدس مکانونه شتون لري چې زیات یې په ختیځ او لویدیځ بیت المقدس کې دي، یهود چې ځانونه د موسی ع پیروان بولي اوس تورات شریف په څو مختلفو ژبو او مختلفو طریقو سره مني، چې دې ته په دین کې تحریف او تنقیص هم وايي.

نور بیا...