اسراییل پېژندنه- دویمه برخه

په اسلامي تفسیرونو کې راځي چې اسراییل د یوشع بن نون(ع) او بیا د موسی (ع) په وخت کې فلسطین کې میشت شول، وروسته بیا ۷۲ م کال کې مسیحانو یهودان او اسراییل د فلسطین نه وباسل شول او په ټوله نړۍ خواره واره شول.

دا چې اسراییل په منځني ختیځ کې یو بر لاسي هیواد دی، په ۱۹۱۷ م کې چې کله فلسطین د انګرېز مستعمره شوه او بیا د بالفور اعلامیې په خپرولو سره فلسطین د یهودانو ټاټوبی اعلان شو، نو ملل متحد د اردن سیند لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تراډه چې د ټول فلسطین ۴۸ فیصده کیږي د عربو او له دې پاتې نور فلسطین د اسراییل چې د ټول فلسطین دوه پنځوس فیصده کیږي برخه وبلله، خو دواړه خواوې په دې قانع نه وې، په دې ډول په ۱۹۵۱ کال کې د اسراییل او عربو جنګ وشو، په ۱۹۶۷ م کال جنګ کې عربو ماته وخوړه او اردن ختیځ بیت المقدس، د اردن سیند لویدیځه غاړه او د غزې تراډې سیمې، مصر سینا ټاپووزمه او سوریه د بولان لوړې غونډۍ اسراییل ته وبایللې، په دغه جنګ کې د عربو په زرګونه ټانګونه او په سلګونو جنګي الوتکې د اسراییل له خوا تباه کړل شوې، که څه هم وروسته په۱۹۷۶ م کې په دفاعي شکل نسبتاً اسراییل د عربو سره جګړه کې بریالی و خو بیا هم مصر پرته له سینا ټاپووزمې نورې ټولې د لاسه وتلې سیمې بېرته تر لاسه او ونېوې، اسراییلو د فلسطین ۸۵ فیصده خاوره په مکمل ډول په ځان پورې ونښلوله، مصر او اردن وروسته د اسراییل سره د سولې تړونونه لاسلیک کړل چې په دې ډول اردن ته ځینې سیمې او مصر ته د سینا ټاپووزمه بېرته د اسراییل له خوا وسپارل شول، خو د سوریې ګولان لوړې د اسراییل برخه وګرځیده.

اسراییل په ۸۰ یمو کالو د لبنان کورنۍ جګړې نه په ګټې اخیستو پر دغه هیواد یرغل وکړ او ویې نیوه، په دې وخت کې د اسراییل دفاع وزیر ایرل شرون و کوم چې وروسته د اسراییل صدراعظم هم شو، شرون په دغه جنګ کې فلسطیني کډوال هم په نښه کړل، په دې جګړه کې په لبنان کې د فلسطینیانو دوه کمپونه د اسراییل په هوایي بریدونو کې په نښه شول او نږدې شپږ سوه فلسطیني ماشومان او ښځې قتل عام شول، یهودي ملیشاو وروسته لبنان ۱۹۹۰ مه لیسزې اخر کې خوشی کړ.

اسراییلو خپله پلازمېنه بیت المقدس ته انتقال کړه چې ور سره ځینې غټ دولتي تاسیسات هم ولیږدول شول، خو فلسطینیان بیا ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي هېواد پای تخت بولي، مګر اسراییل ټول بیت المقدس د یهودو حق بولي، ملګري ملتونه تر اوسه پورې د ۱۹۶۷ کال نیول شوې سیمې د فلسطینیانو رسمي حق بولي، بل خوا د مالي پلوه تل ابیب تر اوسه د اسراییل مرکز دی، تل ابیب د مدیترانې په غاړه پرته بندرګاه ده چې د اسراییل ډېره ابادي هم په کې شوې ده، حیفا یو بل د اسراییل مهم بندر دی چې دا هم د مدیترانې بحیرې په غاړه واقع دی، اسراییل د دوو مهمو اوبو او درو لویو وچو د نښل په ټکي کې واقع دی، له همدې امله امریکا او نورو غربي ملکونو ته ستر استخباراتي ارزښت لري او دوی ته مهم دوست ګڼل کیږي.

د اسراییل د حکومت ډول جمهوري پارلماني دی، د پارلمان ۱۰۱ غړي یې د وګړو په رایو ټاکل کیږي، لومړی وزیر یې د پارلمان له خوا غوره کیږي او اجرایه واک ټول د لومړي وزیر په لاس کې دی، ولسمشر په اسراییل کې تشریفاتي بڼه لري او هغه د پارلمان له خوا د حکومت د څار په خاطر ټاکل کیږي، د کابنېنې ۱۹ وزارتونه لري چې ټول وزیران یې د لومړي وزیر له خوا غوره کیږي.
نور بیا...